نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي آزمویلي

لږ تر لږه دوه بالستیک توغندي د جاپان د سمندر په لور توغول شوي دي، دا د تعجب ځای نه دی مخکي له دې جنوبي کوریا او د امریکا متحده ایالاتو گډ پوځي تمرینات پیل کړي وو

د جنوبي کوریا د امنیتي ځواکونو د مالوماتو له مخي، شمالي کوریا دوه راکټونه توغولي دي. په سیول کې سترجنرال خبر ورکړی چي د لنډ واټن ویشتونکي دوه بالستیک توغندي کشف شوي دي. د هغوی هدف د جاپان سمندر و چېرې چي د ۶۲۰ کیلومتره په واټن په اوبو کي لگیدلي دي.

دغه نوي توغول شوي راکټونه د Freedom Shield په نامه پوځي مانورونو راهیسې لومړني توغول شوي توغندي دي. جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالات له ۲۰۱۷م کال راهیسې په خپلو گډو پراخو پوځي تمریناتو کې د شمالي کوریا د انډول شوو بریدونو په وړاندې د دفاع تمرين کوي. جنوبي کوریا اعلان کړی چي خپل تمریناتو ته به د توغندیو د فیر کیدو په نه پام کې نیولو سره دوام ورکړي.

امريکا او جنوبي کوریا ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي

پیونګ یانګ دغه مانورونه د یرغل له پاره یو تمرین بولي او د هغو په وړاندې یې د پرېکنده اقداماتو اعلان کړی. ویل کیږي چي د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا له خوا د جگړې دغه ډول پارونې په اصطلاح سرې کرښې ته رسیدلي دي.

له اوبتلونو څخه د کروز توغندیو توغول؛ د دوهم برید خطر که تبلیغات؟

درې ورځي مخکی شمالي کوریا د اول وار له پاره دوه ستراتیژیک کروز توغندي له یوه اوبتل څخه وتوغول. د هغوی د خپلو مالوماتو له مخې دغه وسلې د دې له پاره مناسبې دي چي اټومي سرگلولې خپل هدف ته انتقال کړي او په دې ډول به د شمالي کوریا (اټومی گواښ) په گوته کړي. د جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو په نظر به بیا دا د اندیښنې وړ یو نوی پرمختگ وي، ځکه چي له بیړۍ څخه پیل شوی د وسلو سیستم به د دوهم اټومي برید توان پیدا کړي، حتی که په ځمکه کې اټومي وسلې پرته له اغیزې هم وي.

نور ولولئ: شمالي کوریا وايي هایپرسونیک توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی

شمالي کوريا غواړي د امريکا او سويلي کوريا د ګډ مانور په وړاندې غبرګون وښيي

په عین حال کې کارپوهان خبرداری ورکوي چي د داسې اهدافو له پاره د اعتماد وړ اوبتل بیړیو جوړول کلونه وخت غواړي او سترو پانگونو او تخنیکي پرمختگونو ته اړتیا لري. خو دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا لاسونه په ډېرو برخو کي د اقتصادي بندیزونو له امله تړل شوي دي.

نور ولولئ: د شمالي کوریا دولت ادعا کوي چې په هیواد کې یې په کورونا ویروس یو کس هم ندۍ اخته شوۍ

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button