نړۍ خبرونه

شمالي کوریا وايي خپل تر ټولو زورور توغندی یې ازمویلی

شمالي کوریا وايي چې داسې بین البراعظمي بالسټیک توغندی یې ازمویلی چې د جامدو سونتوکو په مرسته کار کوي او تر اوسه ازمايل شویو توغندیو کې تر ټولو زورور دی

د دولتي رسنیو په رپوټونو کې د پنجشنبې ورځې دا ازموینه ستایل شوې او یوه معجزې ته ورته بریا بلل شوې.

دا لومړی ځل دی چې شمالي کوریا د جامد سونتوکو پر مټ بین البراعظمي توغندی ازمايي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون چې له خپلې لور، مېرمن او خور سره یو ځای یې د دې ازموینې لیدنه وکړه، د رپوټونو له مخې ویلي: ”مخالفین به د سختې وېرې او اضطراب له کبله ډېر ځورېږي.”

نوموړي دغه راز ویلي چې نوی ازمویل شوی توغندی چې د هواسونګ – ۱۸ نوم ورکړل شوی، د شمالي کوریا پوځي ستراتيژۍ سره هم مرسته کوي.

د دې ازموینې له کبله بیا د جاپان په شمال کې چارواکو یو خبرداری هم خپور کړ چې نیم ساعت وروسته یې بېرته واخیست، په هوکایډو ټاپو کې ښوونځي له ټاکلي وخته یو څه ناوخته پیل شول او د ځینو ریل ګاډو سفر هم وځنډول شو.

داسې توغندي چې د جامدو سونتوکو پر مټ کار کوي، د هغو پرتله چې د مايع سونتوکو پر مټ کار کوي، ژر توغول کېږي او له همدې کبله یې تعقیب هم اسان نه دی خو د پوځي او کيمياوي چارو کارپوهان وايي، دا هم خپلې کمزورۍ لري.

د امریکا، جاپان او سویلي کوریا غندنه

دا لومړی ځل دی چې شمالي کوریا د اوږده واټن دا ډول توغندی ازمايي.

له دې مخکې یې داسې یو شمېر توغندي ازمايلي چې د جامدو سونتوکو پر مټ چلېدل خو هغه ټول د لنډ واټن توغندي وو.

په ورته مهال د چارو کارپوهان وايي: دا د پیونګانګ وسلو پروګرام په لړ کې مهم پرمختګ دی.

نور ولولئ: شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي آزمویلي

په جاپان، سویلي کوریا او امریکا متحدو ایالتونو کې چارواکو د شمالي کوریا دا ازموینه غندلې چې د رپوټونو له مخې د شمالي کوریا مشر خپل پوځ ته د جګړې مخنیوي لپاره د لا زیاتې یرغلګرانه او عملي رویې خپلولو امر کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې شمالي کوریا د توغندیو د ازمويلو خبر ورکوي بلکې له دې وړاندې په ځلونو د توغندیو د آزموینې خبر ورکړی دی.

شمالي کوريا يو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېره اتکا يې په پوځي تجهيزات او وسايلو ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button