افغانستان

شنبه‌های ارغواني غورځنګ د ایران پر پوله د وژل شوو افغانانو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه

د شنبه های ارغواني غورځنګ وايي چې د ایران پر پوله د افغانانو د وژنې پوښتنه باید وشي

د شنبه های ارغواني یا د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې د طالبانو ملاتړی هېواد ایران د یوه انساني او اسلامي چلند پر ځای د دغه هېواد په پوله افغانان وژلي؛ هغه اقدام چې په هیڅ قانون او هېڅ ډول د توجیه او منلو نه دی.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانان د بې وزلۍ او وزګارتیا له امله په قاچاقي لارو ایران ته ځي.

د قربانیانو جسدونه لا هم نه دي انتقال

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان کډوالو د ډله‌ییزې وژنې په برخه کې دې د دوی کورنیو ته د دغې پېښې غرامت ورکړل شي، د پېښې د ټپیانو سمه درملنه دې وشي او د قربانیانو جسدونه دې ژر تر ژره افغانستان ته ولېږدول شي.

دغه غورځنګ د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو په مشرۍ په دې برخه کې د یوې رڼې او بې پرې څېړنې غوښتنه هم کړې.

دغه غورځنګ زیاته کړې، طالبان تل له انساني ناورین څخه د خپلو سیاسي ګټو په موخه کار اخلي او اوس هم هڅه کوي، چې د قربانیانو شمېر کم وښیي او په دې کار سره غواړي چې د ایران له‌خوا امتیاز تر لاسه کړي.

نور ولولئ: ایران: ۵۷۴ افغان بندیان به کابل ته وسپاري

نور ولولئ: طالبان ۱۵ ورځې وروسته؛ له ایران سره پر پوله افغانان وژل شوي

دغه غورځنګ دا رنګه له ایرانه غوښتي، چې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي، د دغه هېواد په پولو د انساني قاچاق مخه ډب کړي او په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې توپیري سیاستونه او غیرانساني چلند پای ته ورسوي.

له بل پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تهران “حیران او ناخوښه” دی چې د طالبانو “ځینو چارواکو” د ایراني پوله ساتو له‌خوا پر افغان کډوالو د ډزو خبرونه جدي نیولي.

شنبه‌های ارغواني غورځنګ، د افغان ښځو او نجونو وضعیت تر ټولو بد حالت کې دی

د ۳۰۰ افغانانو وژل کېدل

اسماعیل بقايي یو ځل بیا د ایران پر پوله پر افغانانو ډزې «بې بنسټه» خبرونه وبلل.

خو د بشري حقونو یوه سازمان حال وش چې د سیستان او بلوچستان په تړاو رپوټونه خپروي، د لومړي ځل لپاره یې (د تلې په ۲۲مه) د کلګان سراوان په سیمه کې پر افغان کډوالو د ډزو خبر خپور کړ.

د دغه سازمان په وینا، د ایران سرحدي ځواکونو په سراوان کې د هغو ۳۰۰ افغان کډوالو پر یوه ډله ډزې وکړې چې غوښتل یې ایران ته واوړي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.

د دغو راپورونو له خپرېدو دوه اونۍ وروسته طالبانو هم پېښه تاييد کړه او اعلان يې وکړ، چې د ايران پر پوله د ډزو او ماين چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ٣٤ نور بیا ټپیان دي؛ خو دا یې هم ویلي چې د دوی پلټنې پای ته نه دي رسېدلې او د نورو وژل شویو او ټپي شویو افغانانو په اړه به نور سپیناوی هم وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button