شنبههای ارغواني غورځنګ: د طالبانو تر حاکمیت لاندې ښوونځي د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو خطرناک دي
دغه غورځنګ وايي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو د طالبانو ښوونځي خطرناک دي
طالبان هڅه کوي چې ددوی تر حاکمیت لاندې ښوونځیو کې زده کوونکي ددوی له ایډیالوژۍ سره سمې زده کړې وکړي او پر هغو مضامینو بندیز ولګوي چې زده کوونکو ته د فکر ازادي او متمدنه نړۍ ورپېژني.
تازه د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، د طالبانو لهخوا له شپږم ټولګیو څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل د افغانستان لپاره یو ستر ناورین دی.
له زده کړو او فکري خپلواکۍ بې برخې کېدل
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټولنې نیمایي وګړي اوسمهال د زدهکړو له حق او فکري پرمختګ له پلوه بې برخې پاتې دي چې دا د یو هېواد لپاره په یو ستر ناورین بدلېدلای شي.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښوونځیو خلاصون، د ښوونیز نصاب او د زدهکوونکو د یونیفورم په بدلېدو د ښوونځیو تر تړل پاتې کېدو هم ستر ناورین دی.
نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمهییزو هېوادونو غونډه
نور ولولئ: شنبههای ارغواني غورځنګ: نړیواله ټولنه باید پر طالبانو مالي فشارونه زیات کړي
دغه غورځنګ زیاتوي، د طالبانو تر کنټرول لاندې دغو ښوونځیو کې زدهکوونکو ته افراطي زدهکړې، ترهګري او نور زیان رسوونکې کړنې ور زده کوي.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، په افغانستان کې مېرمنې له خپلو حقونو، قانوني، اسلامي او انساني ازادۍ څخه بې خبرې نه دي او په دې برخه کې د هر ډول زیاتي غندنه کوي.
له پاکستان د طالبانو د ملاتړ د پرېښودو غوښتنه
دغه غورځنګ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ ونه کړي.
د خبرپاڼې له مخې، طالبان په تېرو درېیو کلونو کې بدل شوي نه دي او نه به هم په هغوی کې بدلون راشي؛ نو باید د تعامل په نوم ترې نه ملاتړ وشي او نه دې هم په واک کې وساتل شي.
دغه غورځنګ غواړي، چې د جنسیتي اپارتاید، ژبني اپارتاید، جنګي جنایت، جبري کډوالۍ، د بشري حقونو سرغړونو، د ځانمرګو بریدونو په برخه کې د طالبانو مشران محکمې ته راکاږل شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د پوهنتونونو او ښوونځیو پر ځای ډېری مصارف پر مدرسو کوي او په ګڼو سیمو کې یې د مدرسو شاګردانو ته د ښوونخيو او دارالمعلمین ودانۍ په واک کې ورکړي دي.
ددې تر څنګ طالبانو د هغو مضامینو پر تدریس هم بندیز لګولی چې ددوی له ایډیالوژۍ سره برابر نه دي.