کورني خبرونه

شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغان مېرمنو مسئله نړیوال ناورین دی

شنبه‌های ارغواني غورځنګ وايي، د افغان مېرمنو د حقونو مسئله ملي نه، نړیوال ناورین دی

شینبه های ارغواني یا د ارغواني شنبو غورځنګ چې د افغان مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، تازه یې ویلي دي چې د افغان مېرمنو د حقونو مسله یوازې ملي نه، بلکې یو نړۍوال ناورین دی او نړیواله ټولنه باید پر دغه ناورین چوپه خوله پاتې نه شي او له طالبانو سره تعامل ونه کړي.

پر ښځو د طالبانو ظلم او د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، د یو زرو ۱۹۸ ورځو لپاره افغان مېرمنې د طالبانو په واکمنۍ کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او ظلم سره مخامخې شوې؛ په داسې حال کې چې نړۍواله ټولنه یې په مخنیوي کې پاتې راغلې.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او د تګ راتګ د ازادۍ په ګډون له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د پراخې غندنې او د ملاتړ له ژمنو سره سره نړۍوال د اقدام پرځای یوازې پر کلمو او اعلامیو پورې محدود پاتې شوي دي.

نور ولولئ: شنبه‌های ارغواني غورځنګ: نړیواله ټولنه باید پر طالبانو مالي فشارونه زیات کړي

نور ولولئ: شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د طالبانو تر حاکمیت لاندې ښوونځي د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو خطرناک دي

نور ولولئ: شنبه‌های ارغواني غورځنګ د ایران پر پوله د وژل شوو افغانانو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه

د خبرپاڼې له مخې: «په افغانستان کې ښځې له یو تریخ حقیقت سره مخامخې دي. ښوونې او روزنې، کار او عامه ځایونو ته د دوی لاسرسی په کلکه محدود شوی او د لسیزو پرمختګونه یې له منځه وړل شوي. د اجباري ودونو، کورني تاوتریخوالي او د ناموسي وژنو راپورونه زیات شوي دي.»

د نړیوالې ټولنې سمبولیک فشارونه

خبرپاڼه زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلې او له افغانستان سره مرستې کمې شوې دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې ډیپلوماټیک فشار تر ډېره حده سمبولیک دی. د افغان ښځو بدمرغي یوازې یوه ملي مسله نه ده؛ بلکې دا یو نړۍوال ناورین هم دی، چې د چټک او پرېکنده اقدام پرته د دغه ناورین کابو کول ناشوني دي.

دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ډیپلوماتیکو چېنلونو او بندیزونو څخه کار واخلي او پر طالبانو فشار راوړي، چې خپل ظالمانه سیاستونه نور پای ته ورسوي.

پر دې سربېره، افغان ملت  او افغان مخکښو څېرو هم له طالبانو بار، بار غوښتي چې نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي، خو طالبانو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی او پر خپل دریځ ولاړ پاتې شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button