شنبههای ارغواني غورځنګ: ملګري ملتونه طالبانو ته باج ورکوي

شنبههای ارغواني غورځنګ ملګري ملتونه طالبانو ته په باج ورکولو او په افغانستان کې په سیاسي دلالۍ تورن کړل
دغه غورځنګ وايي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې له نړیوالو سره د طالبانو د تعامل تر عنوان لاندې دغه ډلې ته رسمیت ورکړي.
د دوحې په ۳مه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې جوړه شوي وه، له افغانستانه یوازې طالبانو ګډون وکړ چې نورو مدني ټولنو او د ښځو حضور ته اجازه ورنه کړل شوه.
د دوحې په ناسته کې د ملګرو ملتونو رول
شنبههای ارغواني غورځنګ وایي، طالبانو دا ثابته کړه چې نه بدلېدونکي او له خپل دریځه نه په شا کېدونکي دي؛ خو ملګرو ملتونو د دوحې په ناسته کې دا ثابته کړه، چې دغې ډلې ته باج ورکوي او د دغې ډلې واک کې ساتلو ته دوام ورکوي او د تعامل په نامه یې په رسمیت پېژندلو ته زمینه برابروي.
دغه غورځنګ د یوۍ خبرپاڼې په خپرولو سره له ملګرو ملتونو پوښتنه کړې، چې پر کوم بنسټ او حق طالبانو ته فرصت برابروئ؟
نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمهییزو هېوادونو غونډه
نور ولولئ: ملګري ملتونه: د دوحې ۳مه ناسته به د افغان ښځو حقونه څرګند کړي
نور ولولئ: هیدر بار: ملګري ملتونه طالبان د دوحې غونډې ته په زاریو غواړي، خو د مېرمنو ونډه له پامه غورځوي
دوی وایي، ایا پوهېږئ چې د دغو فرصتونو بیه د افغانستان خلک او په ځانکړې توګه ښځې، زیان منونکي قومونه او مذهبي لږکۍ پرې کوي؟

دوی له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په افغانستان کې دې د یوناما دروازه وتړي او په هېواد کې دې د ترهګرو، طالبانو او سیاسي دلالۍ لاس واخلي.
د افغانستان خلک باید قرباني نه شي
دوی وایي، د افغانستان خلک حاضر نه دي چې چاته حق او اجازه ورکړي چې د ملګرو ملتونو او د ترهګرو ملاتړ کوونکي هېوادونو د ګټو قرباني شي.
دوی وایي په دې پوهیږي، چې د زبرځواکونو هېوادونو په فرمایش ملګري ملتونه د تعامل په نامه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته زمینه برابروي، چې دا د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د افغان ښځو په ګټه نه دی.
دوی له قطره هم غوښتي، چې نور دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او د طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي.
قطر، پاکستان او روسیه له هغه راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي چې دوی د افغانستان د پرځېدلي اسلامي جمهوریت پر وړاندې جنګېدل.
خو شنبههای ارغواني غورځنګ او نور بنسټونه له دغه هېوادونو غواړي چې نور د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.
د یادونې وړ ده چې طالبان د دوحې ۳مه ناسته د خپل رژیم لپاره خورا ګټوره بولي.