Uncategorized

شهزاده چارلس هم په کرونا اخته شوۍ

د انګلستان شاهي قاميل بریتانیا شاهي کورنۍ اعلان کړی دی چې د ملکې الېزابت زوی شهزاده چارلس په کورونا وېروس اخته شوی، خو زیاتوي چې روغتیایي‌ وضعیت یې ښه دی. د شاهي کورنۍ یوه ویاند ویلي چې ۷۱ کلن شهزاده د کورونا وېروس نښې ښودلي، خو د مېرمنې د ازموینو پایله یې منفي وه او هغه روغه ده.‌

دوی دواړو د اوس لپاره د سکاټلنډ په بالمورال ماڼۍ کې ځانونه له نورو خلکو ګوښه کړي دي.

د بکنګهم شاهي ماڼۍ ویلي،‌ ملکې الېزابت تېر ځل د مارچ پر ۱۲مه نېټه له خپل زوی شهزاده چارلس سره لیدلي وو، خو د ملکې روغتیایي وضعیت ښه دی.

شاهي‌ ماڼۍ وایي، ملکه الېزابت د خپلې روغتیا له لپاره ټولې اړینې سپارښتنې پر ځای کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، شهزاده چارلس په تېرو اوونیو کې په ګڼو غونډو کې ګډون کړی و او دا مالومول ناشونې ده چې له چا یې کورونا وېروس اخیستی.

شهزاده چارلس هم په کرونا اخته شوۍ

د شهزاده چارلس د وضعیت په اړه هغو ټولو کسانو ته خبر ورکړل شوی دی چې ده ورسره په دې وروستیو کې لیدلي‌ کتلي‌ وو.‌

ویل کېږي چې د بالمورال ماڼۍ عمله یا کارکوونکي هم اوس په خپلو کورونو کې ناست دي‌ او ځانونه یې ګوښه کړي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button