لوبې

شپږیزه: سپین غر د ۸ ویکټو په ستر توپیر بریا خپله کړه

سپینه پړانګانو د مس عینک لخوا ټاکل شوی هدف پوره کړ

سپین غر پړانګانو د شپږیزې کرکټ لیګ په دویمه لوبه کې د مس عینک اتلانو له خوا ټاکل شوی هدف پوره کړ او د ۸ ویکټو په ستر توپیر یې خپله لومړۍ لوبه وګټله.او ځان ېې د بریا پر لور مښکې کړ..

مس عینک لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې

د شپږیزې کرکټ لیګ دویمه لوبه نن د مس عینک اتلانو او سپین غر پړانګانو ترمنځ په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سپین غر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې مس عینک ته د توپوهنې بلنه ورکړه. مس عینک په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې افتخار احمد ۵۵ او ریاض حسن ۳۷ منډې ترلاسه کړې. همدا راز اصغر افغان په صفر، محمد شهزاد په ۱ منډه او صدیق الله اتل په ۹ منډو وسوځېدل. د سپین غر له خوا نه اصف اپریدي ۳، یمین احمدزي ۲ او شرف الدین اشرف ۱ ویکټ واخیستې.

نور یی ولوله | محمد نبي او زوي ېې هم په شپږيزه کې لوبیږي

نور یی ولوله | د بادغیس دیني عالمان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي

د ۱۴۰ منډو هدف د سپین غر پړانګانو لوبډلې په ۱۸.۴ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په ستر توپیر یې مس عینک ته ماتې ورکړه. د سپین غر پړانګانو لپاره عثمان غني ۶۶ او شوکت زمان ۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز د مس عینک اتلانو له خوا نه ګلبدین نایب او ظاهر خان ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د یادولو وړ ده، چې الله نور، اظهار الحق نوید او محمد اسحاق نن په لومړي ځل شل اوریزې لوبې ترسره کړې. تر دې مخکې بیا د کابل بازانو لوبډلې د شپږیزې په لومړۍ لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او شپږیزه یې په بریا سره پیل کړه. سبا د جولای به ۱۹مه نېټه به دریمه لوبه د هندوکش ستورو او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شي او څلورمه لوبه به د بند امیر ښامارانو او پامیر زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button