Uncategorizedلوبې خبرونه

محمد نبي او زوي ېې هم په شپږيزه کې لوبیږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د غوره او تجربه کاره الراونډر او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمد نبي زوی حسن عیسی خیل هم سږ کال په شپږیزه کرکټ لیګ کې لوبېږي.

حسن عیسی خیل د بوست ساتونکو لوبډلې سره د ایمرجینګ لوبغاړي په توګه لوبېږي او د هغه پلار محمد نبي بیا دا ځلې د کابل بازانو لوبډلې سره لوبېږي. د شپږیزې کرکټ لیګ ته یوازې څو ورځې پاتې دي او د جولای په ۱۸مه نېټه په کابل کې پیلېږي، چې سږکال به د کرکټ مینه وال د پلار او زوی ترمنځ په مېدان کې مسابقه وویني.

حسن عیسی خیل په متحده عربي اماراتو کې د کلبونو په سیالیو کې ډیره لوبه کړې ده

حسن عیسی خیل چې د متحده عربي اماراتو په کلبونو سیالیو کې ډېر لوبېدلی دی، یو له هغه ځوانو لوبغاړو څخه دی، چې ښه او چټکه توپوهنه ترسره کوي او د هغه توپوهنې ته په کتلو سره داسې هیله ډېره شته دی، چې نوموړي ته به په ډېرو سیالیو کې د لوبېدلو چانس ورکړل شي.

نور یی ولوله | د بادغیس دیني عالمان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

محمد نبي نه یوازې ډزې کوي

بلخوا بیا محمد نبي نه یوازې دا چې توپوهنه کوي، بلکې توپ اچونه ترسره کوي او دا لازمي خبره ده، چې کله پلار او زوی د یو بل پر وړاندې په بېلا بېلو لوبډلو کې لوبېږي، نو داسې وخت به هم راځي، چې پلار به خپل زوی ته توپ اچونه ترسره کوي او هغه به د مینه والو لپاره هم په زړه پورې صحنه وي، چې وګوري پلار یې په توپ اچونه کې بریالی کېږي او که زوی یې په توپوهنه کې په پلار زورور کېږي.

د یادولو وړ ده، چې په تېر شپږیزه کرکټ لیګ کې موږ یوه په زړه پورې صحنه دا هم لیدلې وه، چې زوم او خسر په یوه لوبډله کې لوبېدلي و، رحمان الله ګربز چې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر و، په یوه لوبه کې ورسره خپل خسر او د کابل بازانو د ملکیت لرونکی عبداللطیف ایوبي هم لوبېدلی و

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button