سپورټ

شپږیزه لیګ؛ د راشد خان لوبډلې خپله لوبه وبایلله

اړوند خبر: 

کرېکټ؛ ګربز له خپلې لوبډلې سره یو ځای شو

امو نهنګان لوبډلې د یوې غوره لوبې وروسته سپين غر پړانګان لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ جام سیالیو کې یې خپله دریمه بریا ثبت کړه.

د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو نهمه لوبه، د راشد خان په شتون کې سپین غر پړانګانو او د عظمت‌الله عمرزي په لوبډلمشرۍ د امو نهنګان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ په نهمه لوبه کې نن(پنجشنبه، د جولای ۲۴مه) د لوبې لومړۍ پاڼۍ کې د سپین غر پړانګان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۲۱ منډې جوړې کړې او امو نهنګانو ته یې د ۱۲۲ مندو هدف وټاکه.

د سپین غر پړانګانو په ګټه زبید اکبري ۴۳ منډې جوړې کړې، له بلې خوا د امو نهنګانو لپاره شرف‌الدین اشرف ۳، قیس احمد، فضل الحق فاروقي او محمد ګل دوه-دوه لوبغاړي اوټ کړل.

له دې سره افغانستان د کرکټ مخکښ ستوری راشد خان د کورني کرکټ څخه د یوې مودې لپاره د لرې پاتې‌کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو ترڅو په شپږیزه لیګ کې برخه واخلي او د سپین غر لوبډلې مشري وکړي.

د یادولو ده چې د دغه لیګ سیالیو کې د لسمې لوبې لپاره د بند امیر ښامارانو او بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button