لوبې خبرونه
رجحان

شپږیزه لیګ؛ مس عینک د بېټینګ پچه وګټله او امو نهنګان به بال کوي

د ۱۳مې لوبې پچه مس عینک وګټله او د امو نهنګانو په وړاندې توپ اچونه یا بال کوي

د نهم پړاو شپږیزې کرېکټ لیګ لیګ ۱۳مې لوبې پچه د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک لوبډلې وګټله او د امو نهنګانو لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د شپږیزې لیګ په روانو سیالیو کې ماتې نه منونکې لوبډله د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک لوبډله ده.

یادې لوبډلې تر دې مهاله هیڅ سیالۍ نه ده بایللې او د اتو نمرو په لرلو سره د جدول په لومړي مقام کې ځای لري.

نن دوشنبه د (زمري ۲۹مه) د ۱۳مې لوبې پچه ابراهیم ځدراڼ وګټله او غواړي لومړۍ توپ اچونه وکړي.

په مس عینک لوبډله کې څوک دي؟

په نننۍ سیالۍ کې مس عینک لوبډلې سره د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، افسر ځاځی، نوید عبید، ناصر جمال، وفي الله ترخیل، محمد نبي، رحمان الله خډراڼ، عبدالرحمن رحماني، ضیاالرحمن اکبر، خلیل ګربز او یما عرب اخیستل شوي دي.

همدارنګه د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ د امو نهنګانو په لوبډله کې د نننۍ لوبې لپاره محمد اسحاق، عبدالمالک، مسعود ګربز، زبید اکبري، شاهدالله کمال، شراف الدین اشرف، اعجاز احمد ازاد، محمد ریاض، قیس احمد او فضل الحق فاروقي اخیستل شوي دي.

نور ولولئ: راشد خان ولې له بېګ‌باش سیالیو بهر کړی شو

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

په روان لیګ کې مس عینک لوبډلې څلور سیالۍ تر سره کړې او څلور واړه یې ګټلې دي.

او همدارنګه امو نهنګانو لوبډلې بیا پنځه سیالۍ کړې دي چې دوه یې ګټلې او درې یې بایللې دي.

شپږ کاله وروسته د راشد خان لوبېدل

د نړۍ د کرېکټ مشهور افغان لوبغاړی راشد خان نن (یکشنبه) له یوې اوږدې مودې وروسته په ‘شپږیزه’ کرېکټ سیالیو کې د یوې ځایې لوبډلې لوبډلمشري وکړه او په کابل کرېکټ لوبغالي کې ولوبېده.
د نړۍ د کرېکټ مشهور افغان لوبغاړی راشد خان

د افغانستان کرېکټ بورډ نن سهار وختي د یوې ویډیو په خپرولو سره خبر ورکړ چې افغان لوبغاړي راشد خان او نوین الحق کابل ته ور رسېدلي دي.

دوی دواړه تازه د انګلنډ له سل بالیزه سوداګریز لیګه کابل ته ور ستانه شوي.

افغان پلازمېنې کابل ته له رسیدو وروسته راشد خان په کابل کرېکټ لوبغالي کې راښکاره شو چې د راغلو نندارچیانو له تود هر کلي سره مخ شو. وروسته هغه په شپږيزه کورني کرېکټ جام کې د لوبېدونکې سپین‌غر پړانګانو لوبډلې ورزشي لباس په تن کړ او په میدان کې ولوبېده.

په ښکاره هغه ته په انګلستان کې ډاکټرانو د څو اونیو د استراحت لارښوونه کړې وه او داسې انګېرل کېدل چې نوموړی به په شپږیزه کې ګډون ونه کړي.

نوموړی په ورون کې د درد له کبله د انګلنډ له سل توپیزه سیالیو ووت او ډاکټرانو ورته د دریو اونیو کرېکټ نه کولو ویلي و.

کابو پنځه کاله کېږي چې راشد خان د افغانستان په کورنیو سیالیو کې ګډون نه دی کړی. دی دا ځل په روانه شپږیزه لیګ کې د سپین غر پړانګانو لوبډلې لوبډلمشر اعلان شوی و خو د سیالیو په لومړۍ اونۍ کې نه و.

راشد خان چې د کرېکټ د نړۍ یو له مشهورو، بریالیو او بوختو لوبغاړو یادېږي؛ له څلور کلن ځنډ وروسته تېره مئ میاشت کې افغانستان ته ستون شوی و.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button