کورني خبرونه

شیخ هیبت الله اخوند: “ښځې په دُرو وهو او سنګساروو یې”

د طالبانو امیر شیخ هیبت الله اخوند وايي، موږ د غرب د رضایت لپاره شرعي حدود نه شو پرېښودلی

هاخوا بیا د بشر حقونو بنسټونه د طالبانو پر کمزوري قضايي سیسټم په نیوکې سره وايي، طالبان په اوسني عصر کې د جرمونو په تشخیص او پېژندنه کې دودیزه تګلاره کاروي چې کېدای شي، بې ګناه خلکو ته درنې سزاګانې ورکړي.

د طالبانو حکومت مشر هبت الله اخوندزاده په یوه غږیز کلیپ کې چې هغه ته منسوب شوی، وايي چې پر ښځو به په عام محضر کې د سنګسار او درو وهلو سزا پلې کوي.

موږ د غرب د رضایت لپاره شرعي حدود نه شو پرېښوولی

د نوموړي دا کلیپ د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي راډیو نن د وري پنځمه پر خپل ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر خپور کړی، خو د ثبت د کره وخت او ځای په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

نور ولولئ: د طالبانو د اعدامونو لړۍ؛ جوزجان کې بل کس اعدامېږي

نور ولولئ: د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنري: طالبان دې اعدامونه او سزاوې ودروي

نور ولولئ: د جوماتونو له ملایانو د ندا محمد ندیم غوښتنه: “د منبر له لارې د اعدام د حکم له عملي کېدو دفاع وکړئ”

execution (1)
شیخ هیبت الله اخوند: “ښځې په دُرو وهو او سنګساروو یې”

د طالبانو حکومت مشر هبت الله اخوندزاده په دې کلپ کې لوېدیځ ته په خطاب سره وايي: “ته (غرب) به دا وايې چې دا د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول دي چې ته یې په ډبره ولې. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو، په عام محضر کې به ښځې په ډبرو ولو، سبا به موږ د الله حدود نافذوو په عام محضر کې په درو به وهل کوو، دا ټول ستا د دیموکراسۍ خلاف دي، پر دې هر یو به ستا مقابله روانه وي.”

د قصاص او په دُرو وهلو د سزاګانو دوام

نوموړی په دې کلیپ کې، چې د طالبانو یو شمېر چارواکو بیا پرون د وري په څلورمه په خپلو ټولنیزو پاڼو خپور کړی، لوېدیځ ته په خطاب کې دا هم وايي: ” شل کاله مو درسره جګړه کړې او شل کاله نور به هم درسره جګړه کوو، دا په دې ځای کې نه خلاصېږي. ”

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته څو ځله په عام محضر کې د ښځو په ګډون یو شمېر خلک، چې د دوی په خبره بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي او په ټکو یې محاکمو یې پرې پرېکړه کړې په درو وهلي او د دې تر څنګ د قصاص حکم یې هم پلی کړی دي.

هاخوا د بشري حقونو بنسټونه اندېښنه لري چې طالبان له تورنو کسانو د شکنجې، وهلو او ټکولو په زور اقرار اخلي او داسې هم کېدلی شي چې دغه ډله بې ګناه کسانو ته دغه درنې سزاګانې ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button