نړیوال خبرونه

شیرین درانۍ: زه هم د چا لور یم د چا خور یم

د افغانستان مشهوره ټیک ټاکره شیرین درانۍ د خپلو تعقیبوونکو څخه د هغوی د بد چلند له امله خپه شوې ده او له دوی څخه یې ګیله کړې ده، چې هغه هم د چا لور ده او د چا خور ده، نو پکار ده چې په کمینټونو کې ورته بد الفاظ ونه کاروي.

شیرنی درانی 

شیرین درانۍ چې له ټیک ټاک څخه زیاته مشهوره شوې ده، په دې وروستیو کې له افغانستان څخه بهر لاړله او اوس په بهر هېواد کې ژوند کوي، خو نوموړې ټیک ټاک نه دی پرېښی او هره ورځ خپل تازه ټیک ټاک خپروي، چې د ټیک ټاک ترڅنګ یې په فیسبوک کې هم خپلې ویډیوګانې خپروي. نوموړې په خپله فیسبوکپاڼه کې په یو تازه پوسټ کې لیکلي دي: ((زه هم د چا لور یم د چا خور یم، دا چې تاسې ماته کنځلې کوئ او په کمینټونو کې ډېر بد الفاظ استعمالوئ، دا ستاسې د کورنۍ تربیت څرګندوي.)).

نور یی ولوله | افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر شوي

نور یی ولوله | د ښوونځیو نه پرانیستل کېدو په اړه د بلاول بوټو خواشیني

مشهوره ټک ټاکره 

هغه زیاتوي: ((ماته چې کنځلې کوئ او رد بد وایئ نو خپله هغه خور چې په کور کې په عزت سره ژوند کوي هغه په نظر کې ونیسئ، هیڅکله یو چاته کنځل مه کوئ او مه یې په بدو الفاظو سره یادوئ، ځکه چې هر انسان عاجز دی او هر څوک عزت لري.))

شیرین درانۍ همدا راز په خپل پوسټ کې مخکې لیکي: ((که د چا نه خوښېږم نو هیله کوم ما انفالو کړئ. بله مهمه خبره لږ سوچ پرې وکړئ په خپل ګریوان کې، زه چې کله د یوې غریبې او ناچاره کورنۍ حال له تاسو سره شریک کړم نو تاسې بیخي نه لایک او نه کمینټ کوئ او نه یې شئیر کوئ او چې کله زه خپله ویډیو یا عکس شئیر کړم، بیا په زرهاو لایک او کمینټ کوئ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button