نړیوال خبرونه

صالح:کابل کې به د پولیسو شمېر دوه برابره شي.

صالح:کابل کې به د پولیسو شمېر دوه برابره شي.د افغان حکومت دولسمشری ماڼړی لومړی مرستیال «امرالله صالح» وایي، په ښار  کې د پولیسو شمېر کم دی او د امنیتي ناستو د طرحې په اساس به دوه برابره ته وسیږي.

امرالله صالح چې د پلازمېنې کابل امنیتي چارې هم په غاړه لري د شپږ نیمو بجو د امنیتي ناستو په راپور کې ویلي، چې ولسمشر به د یادو ناستو د طرحې او وړاندیز په اساس په کابل کې د پولیسو شمېر دوه چنده کړي.د صالح په خبره، د کابل نفوس ته په کتو که چېرې کابل د ثبات په حالت کې هم وای، د پولیسو شمېر باید دومره کم نه وای.مقایسوي ارزونې ښيي

پلازمېنه کابل حتا د ثبات او ارامۍ په حالت کې هم د نړۍ په ځانګړې توګه د دریمې نړۍ هیوادونو په سطحه، د نفوسو په تناسب کم شمیر پولیس لري.د نوموړي له قوله، د پولیسو په شمېر کې زیاتوالی په دقت سره راځي او هغه کسان چې اړینې وړتیاوې نه لري، د پولیسو لیکو ته به جذب نشي.

صالح:کابل کې به د پولیسو شمېر دوه برابره شي.
صالح:کابل کې به د پولیسو شمېر دوه برابره شي.

د کابل پولیسو د دوه برابره کولو پرېکړه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې هدفي وژنو زور اخیستی او په تېره یوه میاشت کې لسګونه دولتي منسوبین ددي ډول بریدونو ښکار ګرځېدلي.لنډ ثال ېې په دې نږدې وختونو کې د مدني فعالانو او د رسنیو استارزو د وژل هم دی.

په دې وروستیو کې پر حکومت نیوکې زیاتې شوې او چارواکي تورن شوي، چې نشي کولای د دولتي کارمندانو امنیت خوندي کړي.په دې اړه څو ورځې وړاندې ولسي جرګې هم نیوکې کړی دوی ویلي چې د امنیتي سکتور مسولین د امنیت په تامین کې ناکام دي باید ځانګړې پاملرنه دې سکتور ته وشي او مسلکي خلکو ته دغه سکتور ورکړل شي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button