افغانستان

صالح: طالبان په استخباراتو کې د ښځینه جاسوسانو شمېر ډېروي

اړوند خبرونه:

امرالله صالح: طالبانو په ۴ ولایتونو کې سلګونه کسان بې له محکامې وژلي

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د (سلواغې په لومړۍ) نېټه ویلي چې د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست له دې امله ښځینه جاسوسانې په دندو ګومارلي چې د نارینه وو پرتله په دغه کار کې ډېرې اغېزناکې دي.

د صالح په وینا؛ د طالبانو د استخباراتو ریاست مشرانو په خپلو کې تر یوې غونډې وروسته پرېکړه کړې چې ژر تر ژره باید د ښځینه جاسوسانو په شمېر کې زیاتوالی راشي او په دې برخه کې نوې ښځینه جاسوسانې هم پر دندو وګومارل شي.

هغه اټکل کړی چې ښايي طالبان د بې وزله ښځو له غریبۍ ګټه پورته کړي‌ او د خپلې ډلې لپاره یې د جاسوسو په توګه وکاروي.

د جمهوي نظام د دغه پخواني مرستیال په مشرۍ د زرغون بهیر له لوري د طالبانو د استخباراتو ریاست اړوند یو مکتوب هم خپور شوی چې په کې اړونده ادارو ته د نویو ښځینه جاسوسانو د موندلو او ګومارلو امر شوی دی.

د طالبانو په یاد مکتوب کې د طالبانو د استخباراتو مرکزي، ولایتي او اوپراتیفي برخو ته سپارښتنه شوې چې په بېلابېلو برخو کې د ښځینه سرچینو د ګومارنې کچه لوړه کړي.

په مکتوب کې راغلي‌ چې د دوی ښځینه جاسوسانو ښه پایله ورکړې او له همدې امله باید دغه شمېر ډېر شي.

زرغون بهیر ادعا کړې چې دغه مکتوب د (مرغومې ۲۸مه) نېټه د طالبانو د استخباراتو ریاست د لوړ پوړ غړو تر یوې ګډې غونډې وروسته صادر شوی او د طالبانو ولایتي ریاستونو ته هم استول شوی دی.

د طالبانو په لیکو کې د ښځینه غړو د جذب خبره نوې نه ده بلکې له دې پخوا د نسکور شوي جمهوري نظام پر مهال هم طالبانو له ورته تکتیکونو کار اخیستی او حتی دغه ډلې ځنې ښځینه د ځانمرګو بریدګرو په توګه هم کارولي دي.

د دې تر څنګ د طالبانو تر واکمنۍ د مخه له جمهوري نظام سره د جګړو پر مهال د دغه ډلې نارینه غړو هم له یوې سیمې څخه بلې ته د تګ راتګ او تېښتو پر مهال د ښځو جامې اغوستې. د طالبانو باور دا و چې د ښځو جامو په اغوستو سره په کولتوري لحاظ دوی خوندي دي او دا یې د خپل امنیت لپاره ښه لاره ګڼله.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button