کورني خبرونه

صالح ویلی خلیلزاد له افغانانو سره لویه دوکه کړې

 افغانستان  افغانستان

صالح وایی خلیلزاد له افغانانو سره لویه دوکه کړې  هم پر زخمونو مالګه اچوی د افغانستان واک نه  پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانانو سره د شوې لویې دوکې اصلي‌ عامل دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي خلیلزاد د افغانستان له جمهوري نظام سره د قربانۍ د بزې په څېر چلن کاوه او تر هغې یې ورسره لباسي همدردي کوله چې چاړه د جمهوریت تر مرۍ ورسېده ښاغلي صالح دا څرګندونې ظاهراً د زلمي خلیلزاد د هغې مرکې په غبرګون کې کړې  چې تازه یې له  ارنېګي څېړنیز بنسټ سره کړېپه دې مرکه کې زلمي خلیلزاد تورن کړی  چې واک نه  پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتل په واک کې پاتې شي او همدې خبرې طالبانو سره سولی مخه نیولی.   

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

 ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانانو سره د شوې لویې دوکې اصلي‌ عامل دی زلمي خلیلزاد په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي په  حیث دنده پیل کړه نوموړي‌  په بیړه  دوحه کې له طالبانو سره مخامخ او اوږده مذاکرات پیل کړه چې په پای کې یې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو.

امریکا د همدې تړون په  موخه تېره اګست میاشت کې له افغانستان خپل ټول پوځیان و یستل او ورسره د ناټو نورو هېوادونو هم ورته پیل  وکړه  عام افغانانو او پخواني چارواکي  نوموړي تورن کړی چې له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال یې له دې ډلې سره تر خورا نرمي وکړه

 او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت نړېدو ته یې لاره جوړه کړه خو پخپله خلیلزاد ټینګار کوي‌ چې خپل ماموریت،‌ یعنی له افغانستان په هره بیه د امریکایي پوځیانو ایستلو کې بریالی شوی او د امریکا ملي ګټې یې خوندي کړې

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button