نړیوال خبرونه

ضمیر کابلوف د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د غونډې جوړېدو خبر ورکړ

د افغانستان په چارو کې د روسیې دغه استازی وايي چې ډېر ژر به دغه غونډه راوبلل شي

کله چې طالب ډلې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره په جګړه کې وو، نو دغه جنګیالو ته مسکو په نړیوالو کچه لابي کوله او د ځینو پخوانیو افغان سیاسیونو په ګډون یې طالبان مشران د غونډو لپاره مسکو ته وربلل، خو کله چې شاوخوا دوه کاله وړاندې طالبان په دوهم ځل واک ته ورسېدل، نو مسکو ورسره په رسمیت پېژندنه کې هغه ډول همکاري ورسره ونه کړه لکه څه ډول چې طالب مشران تمه لرله.

تازه اوس مسکو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې به د افغانستان په اړه غونډه راوبلل شي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د جنورۍ په دویمه نیمايي کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په ملاتړ غونډه جوړه شي.

یوې مشخصې نېټې ته انتظار

ښاغلي کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي چې په دې غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو استازي د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

نوموړي وویل، «اوس، موږ د ملګرو ملتونو د بلنې لپاره یوې مشخصې نېټې ته انتظار یو. هلته به هر څوک په دې اړه خبرې وکړي.»

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: امیر‌خان متقي له مسکو مننه کړي چې دوی ته په نړیوالو ناستو کې کمپاین کوي

نور ولولئ: کابلوف افغانستان کې باید ټولګدونه حکومت جوړ شي

د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۴۰۲ کال د غوايي په میاشت کې په دوحه کې د افغانستان په اړه د بیلابیلو هیوادونو د ځانګړو استازو په شتون کې د یوې غونډې کوربه و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په هغې غونډه کې ویلي و چې، په راتلونکې کې به د افغانستان په اړه د یوې بلې غونډې کوربه توب هم وکړي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې دوام

بلخوا ټاس خبري اژانس د ضمیر کابلوف له قوله ویلي، چې د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ غونډه به هم په ۲۰۲۴ کال کې خپل کار ته دوام ورکړي.

maskaow
ارشیف: د مسکو فارمټ غونډې یوه څنډه.

د ښاغلي کابلوف په وینا د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه به د ۲۰۲۴ کال په مني کې جوړه شي.

د مسکو فارمټ غونډه په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې، افغانستان، هند، ایران، چین او پاکستان د ځانګړو استازو تر منځ د شپږ اړخیز مشورتي میکانیزم پر بنسټ جوړه شوه. د دې غونډې اصلي موخه «په افغانستان کې د ملي پخلاینې هڅول او په دې هیواد کې د سولې رامنځته کول» دي.

خو طالبانو بیا تل ویلي چې په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت ته اړتیا نشته بلکې همدا دوی واکمني ټول‌ګډونه ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button