افغانستانسیمه

ضمیر کابلوف: ” د داعش ځپلو کې له طالب رژیم سره مرسته کوو”

اړوند خبرونه:

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

مسکو چې د داعش له‌خوا د منځنۍ اسیا هېوادونو د ناامنه کولو ویره لري، ویلي چې دغه هېواد به له طالب رژیم سره د داعش ځپلو کې مرسته کوي.

روسیه به د طالبانو له چارواکو سره په افغانستان کې د داعش (اسلامي دولت خراسان څانګې) پر ضد په مبارزې کې مرسته وکړي.

 د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د جمعې په ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وکړه.

ضمیر کابلوف، چې مخکې په افغانستان کې د روسیې سفیر و، د داعش خراسان څانګه د مسکو او کابل “شریکه دښمنه” وبلله.

کابلوف د روسیې دولتي خبري آژانس ریا نووستي ته په مرکه کې وویل:

موږ د طالبانو هغه هڅې وینو او ستایو چې د داعش خراسان څانګې پر ضد یې کوي.”

هغه زیاته کړه:

موږ به د ځانګړو ادارو له لارې د (افغانستان) له چارواکو سره خپله تر ټولو غوره مرسته وکړو.”

تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو تر وتلو وروسته واک ترلاسه کړ، په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

خو د رسمیت‌پېژندنې پر لور یو ګام په دې وروستیو کې پورته شو، کله چې روسیې تېره میاشت طالبان د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه ریماً لرې کړل. روسیې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان په خپل دغه لیست کې شامل کړي وو.

دا هم ولولئ:  د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر د شهید عبدالغفور عابد له کورنۍ سره وکتل

د کابلوف څرګندونې د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د نژدې کېدو ښکارندویي کوي، هغه اړیکې چې ولادیمیر پوتین تېر کال د “ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د روسیې لپاره مهمې وبللې.

کابلوف وویل چې مسکو او کابل په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخوي او د روسیې دولتي خبري آژانس ریا ته یې ویلي چې روسیې کابل ته وړاندیز کړی چې په مسکو کې یو افغان سفیر وټاکي، او اوس د کابل ځواب ته انتظار باسي.

هغه وویل، د طالبانو پر ضد د بندیز لیرې کول “په نهایت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړې همکارۍ پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي دي.”

کابلوف زیاته کړه:

مسکو ته د افغان سفیر راتګ به دا موضوع پای ته ورسوي.”

روسیې تېر میاشت ویلي وو چې غواړي له کابل سره سوداګریزې، اقتصادي او تجارتي اړیکې پیاوړې کړي، او له افغانستان څخه د یوې ستراتیژیکې جغرافیایي سیمې په توګه د انرژۍ او زیربنایي پروژو لپاره ګټه پورته کړي.

کابلوف وویل چې د روانې میاشتې په وروستیو کې د روسیې په کازان ښار کې د روسیې او افغانستان د سوداګرۍ يه فورم کې به ګډې اقتصادي پروژې وڅېړل شي، او د همکارۍ احتمالي برخې یې د معدني سرچینو پراختیا او د ګازو پایپ لاینونه یاد کړل

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button