نړیوال خبرونه

طالبان:دارګ لخوا تخریبکونکي خبرې به د سولې خبرو ته زیان ورسوي

 طالبان:دارګ لخوا تخریبکونکي خبرې به د سولې خبرو ته زیان ورسوي. څو ږرڅې وړاندې طالبانو او افغان جهتونو تر منځ د خبرې لړۍ پیل شوې؛ طالبانو ولسمشرۍ ماڼړۍ تورنه کړی، چې د سولې په وړاندې «تخریبوونکې ژبه» کاروي او په دې سره شاید دسولې خبرې زیانمنې شي .

د طالبانو د رسمي ادرسه تبصره کې راغلي، چې د ارګ دننه یوه کړۍ چې د جګړې او بهرني اشغال د دوام په لټه کې دي په شعوري ډول د سولې هڅې خرابوي. تبصره کې وړاندې راغلي، چې د سولې په مخنیوي کې د ارګ کوششونه طالبانو ته زیان نشي اړولای؛ خو ولس ناهیلی کوي«که څه هم د شکست خوړلو حلقاتو د پروتو لغتي اسلامي امارت ته هیڅ نوع زیان ندۍ رسولۍ ؛ خو د سولې په تخریب کې د افغان مظلوم ولس امیدونو ته هرو مرو زیان ضرور رسولۍ شي.

بلخوا بیا څیني سیاسي شنونکي وايي دا ډول څرګندونې بهد حکومت ګروپ حیثیت ته نقصان ورسوي، د سیاسي اپوزیسیون او نورو ګوندونو چې د سولې لپاره خوشبین دي؛ د هغوی ټولو هڅي په نا امیدۍ بدلولی شي.»طالبانو ددې تر څنګ په مصالحې شورا او له کابله تللي مذاکراتي پلاوي باندې غږ کړی، چې د ارګ ژبه کنټرول کړي او هغوی د سنجیده ګامونو اخیستلو ته وهڅوي «اسلامي امارت د افغانستان د راتلونکي لپاره پرسنجیده کو ششونو باور کوي

که دواړه لورې هڅه وکړي نو ؛ لري نه ده چې د افغانستان غمیزه پای ومومي او هیواد مو له یو عزتمن استقلال څخه برخمن او د یو افغان شموله، غښتلي، سوچه اسلامي نظام څښتن شي.د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې وړمه ورځ د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» طالبان «وحشیان» او «ترورستان» یاد کړل او ددې تر څنګ یې ادعاء وکړه چې له هغوی سره د نظام په ډول، نوم او محتوی باندې هیڅ معامله کېدای نشي.

بیا پرون اسدالله خالد هم طالبان د بریدونو په زیاتوالي تورن کړل او ګواښ يې وکړ، چې پوځ به هغه هوکړه ونه مني چې په اتلس کلنو لاسته راوړنو معامله پکې شوې وي.هغهوویل چې اوس وخت کې مونږ هرډول مقابله کولۍ شو که چېرې امریکنیان د افغانستان نه لاړ هم شي نو مونږ خپله د خپل وطن دفاع وکړو او هیڅ چا ته به اجاره ورنکړو چې زمونږ وطن ته زیان ورسوي.

طالبان:دارګ لخوا تخریبکونکي خبرې به د سولې خبرو ته زیان ورسوي
طالبان:دارګ لخوا تخریبکونکي خبرې به د سولې خبرو ته زیان ورسوي

بلخوا بیا د طابانو او افغان حکومت تر منځ خپلمنځي مزاکراتو په اړه په سوشل ميډیا کېوايي چې دواړه لورې باید افغانستان کې سولې ته کار وکړي او د بل هر ځه نه سولې ته زیات اهمیت ورکړي تر څو د افغانانو د سولې ارمان پوره شي او افغانان بیا ځلې نورو ملکونو ته احتیاج نشي ځکه د دې نه وړاندې هم افغانان د سیمې هېوادونو اجتیاج وو

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button