کورني خبرونه

طالبان:د کوکنارو کښت باید بدل شي

 افغانستان  افغانستان

طالبان وايي د کوکنارو کښت د مخنيوي لپاره بايد تبدیلی وموندل شي د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي د کوکنارو د مخنیوي لپاره اړ دی چې تبدیلی کښت کی  راشي او نړيوال له افغانستان سره په  دې اړه  همکاری وکړي. د ذبیح الله مجاهد دا ښکاره کړی.

  له هغو رپورونو څخه وروسته کېږي چې وايي افغانستان کې سږ کال د طالبانو په راتلو  سره د کوکنارو کرنه  خورا  زیاتوالی راغلی. خو ښاغلی مجاهد د زیاتوالي خبره رد کړی. کندهار کې بزګران  وايي طالبانو تر اوس مهال  د کوکنار کرنه نده  منع کړی. خو وايي اصلي ستونزه د بزګرو له مالي پلوه بې وزلی  ده او د مالي عاید له اړخ  د کوکنار کرنه  د خپلو کورونیو لپاره تر ټولو ښه کښت بولي څو ورځې وړاندې په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د بدیل معیشت د څانګې مشر پژواک خبري اژانس ته ویلي  چې په تېرو کلونو راهسی کندهار کې ډېر لږ کوکنار کرنه  کېده خو سږ کال دغه کچه د دوی د اټکل له مخې ۷۵ سلنه پورته  شوې.

له ځینو نورو سیمو په رپورونو کی ویل شوي چې سږکال د پخوا پر تله ډېر کوکنار کرل شوي لکه د ننګرهار ځینې لرې پرتې ولسوالۍ خو د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد د کوکنارو د کرنی  د زیاتوالي خبره رد کړه. نوموړی زیاته کړی چې د کوکنارو د کر د مخنیوي لپاره اړ ده چې بدل  کښت برابر شي او نړۍ هم دې لړ کې له افغانستان سره همکاری  وکړي.

دا هم ولولئ | برتانیه پوځ تورن شوی افغان زندانیان وژلی

یو  کروندګر  ویلي چې طالبانو هم د تېرو کلونو په اوږدو کې د تریاکو له کښت  څخه لوړ  عاید لاس ته راوړه او د کوکنار د کرنی  له امله  افغانستان کې لوی شمېر ځوانان په مخدره توکو  روږدې شوي. افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات  تریاک تولیدونکی هیواد دی چی  د یوه اټکل له مخې افغانستان کې د نړۍ اتیا سلنه تریاک تولیدېږی چې د طالبانو لومړي واک پرمهال افغانستان کې د کوکنار کرنه صفر ته راټیټ شوی

ځینو طالب چاروفاکو ویلي لکه د تېر په څېر به افغانستان کې د کوکنارو کښت له منځه وړي خو دا ځل د طالبانو حکومت  اوس مهال پوری د کوکنار د کرنید مخنیوي او د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو پر وړاندې کار  نه دی  کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button