کورني خبرونه

برتانیه پوځ تورن شوی افغان زندانیان وژلی

 افغانستان افغانستان

ایا بریتانوي ځانګړو ځواکونو د ملکي افغانانو وژل کېدو ثبوتونه پټ کړي او که نه ؟په لندن کې استیناف  محکمې ته ویل شوي چې د بریتانیا د پوځ جګپوړو افسرانو هغه اسناد پټ ساتلي وو چې ښایی  برتانوي ځواکونو په افغانستان کې بندیان وژلي .

د بریتانیا د دفاع وزارت اسنادو کې څرګنده شوې چې د ځانګړو بریتانیايي ځواکونو افسران شکمن وو  چې کسانو یې  په داسې قسمه   وسلې افغانان وژ لی چې دوی ته یې هېڅ ګواښ نه جوړ وو. دغه اسناد همدارنګخ ښيي، چې دا تورونه پټ ساتل شوي او پوځي پولیسو ته د پلټنو لپاره نه دي وړاندې شوي. خو دفاع وزارت ویلي چې دا اسناد نوي ندی او وایی په تړاو  یې وار له مخه څیړنه  شوې . محکمه اوس پر دې غور کوي چې بریتانیايي پوځ دا تورونه سمه پلټنه کړی  که نه. دا قضیه پانوراما خپرونې او سنډې ټایمز له څېړنیز رپور

څخه وروسته راپورته شوې هغه کس چې دغه ادعا یې لومړی ځل کړې چی  سیف الله نومېږي چې وايي، د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ پر ۱۶ یې د کورنۍ ۴ غړي وژل شوي . د دې سړي مدافع وکیلانو له محکمې غوښتنه کړی چی  د بریتانیا دفاع وزارت ته امر وکړي چې د قضیې له بشپړې څیړنی   وړاندی نور اړوند اسناد هم محکمې ته وړاندې کړي. له مخکې محکمې ته ورکړل شوي اسناد ښایی چې د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ پر اوومه د ځانګړو ځواکونو له لاس څخه  نهه افغان نارینه وژل شوي او همدې ځواکونو په دوو ورځو کې اته نور نارینه هم وژلي وو.

په اسنادو کې د یوه بریتانوي ډګروال برېښنالیک هم شامل دی، چې د دې پېښو پر رسمي بیان بې باوري ښایی بریتانوي پولیسو ۲۰۱۴ کال کې په دې اړه  د ځینې ثبوتونو  له لاسته راوړولو  وروسته څیړنی  پیل کړې. په ۲۰۱۹ کال کې بیا دا څیړنی  چې د نورثمور عملیاتو نوم ورکړل شوی  د هیڅ یوه شخص  له محاکمه کېدو\

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

پرته پای ته ورسېدې د بریتانیا دفاع وزارت دعوه  کوي چې د بریتانیا شاهي پولیسو هغه مهال داسې هیڅ ثبوت ندی رسیدلی  چې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو مجرمانه چلن ثابت کړي. خو اوس محکمې ته وړاندې شوي اسناد ښيي چې دې پلټنو کې جدي نیمګړتیاوې شته.

په دې هکله ویل شوي چې د ټولو ۱۱ شپنیو عملیاتو پلټلو پر ځای یوازې د درې دغه ډول عملیاتو په هکله پلټنه شوې او دوه لوړپوړي افسران چې مشکوک پېژندل شوي وو، له پوښتنو ګروېږنو او یا مرکې پرته یې له قضیې نومونه ایستل شوي.

د بریتانیا دفاع وزارت ټینګار کوي، چې د سیف الله نومي کس د کورنۍ څلور کسان ”له ځانه د دفاع اصل ” له مخې د بریتانوي ځواکونو لخوا وژل شوي وو.

د بریتانیا دفاع وزارت دغه راز مخکې ویلي و، د ازادانه تحقیق داسې اسناد شته، چې دا تورونه د قضايي تعقیب وړ نه بولي.

د بریتانیا دفاع وزارت مسوولین وايي:

”د وزارت نظامي پولیس او قضايي پولیس چمتو دي چې د تازه ثبوتونو او معلوماتو شتون په صورت کې د بیا پلټنو امکان وڅېړي. ”

د عالي محکمې قاضي دفاع وزارت ته امر کړی، چې د دې قضیې په هکله نور اسناد هم وړاندې کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button