نړیوال خبرونه

طالبان:مونږافغانستان کی ټولشموله او اسلامی نظام غواړو

طالبان:مونږافغانستان کی ټولشموله او اسلامی نظام غواړوپه افغانستان باندې د امریکايي اشغال د نولسمې کلیزې په مناسبت طالبانو د امریکا په شمول له ټولو کورنیو او بهرنیو جهتونو غوښتنه کړې چې اسلامي نظام قایمولو کې دې خنډونه نه رامنځته کوي.

یوې اعلامیه کې چې طالبانو په همدې مناسبت خپره کړې، نولس کاله وړاندې امریکايي جهت ته د طالبانو د سولییز وړاندیز یادونه شوې او داچې د هغه وخت امریکايي چارواکو د «غرور» له مخې په افغانستان باندې نظامي یرغل وکړ.خو د دغه وخت امریکايي چارواکو د خبرو اترو وړاندیزونه ونه منل او د ۱۳۸۰ لمریز کال د میزان په ۱۵ نېټه چې  د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر له ۷مې سره یې سمون خوړ زموږ په خاوره ېې یرغل کړه.

دغه ډلې په تیرو ۱۹ کلونو د امریکايي «اشغال» پرمهال کابل کې د یوې «فاسدې» ادارې واک ته رسېدل، د بې ګناه افغانانو ټول وژنه او کړونه او مختلفو هغو ناورینونو یادونه کړې چې د امریکایانو له راتګ سره  افغانستان کې پیدا شوي او همدغه راز امریکايي او نور بهرني ځواکونه په کې مستقیما او یاهم غیر مستقیم پړ بللي دي.داچې نولس کلونه وروسته د امریکا او سیمې د هېوادونو په شمول ټول جهتونه د لانجې سوله ییز حل ته متقاعد شوي، طالبانو دا هم یو غوره ګام بللی؛ خو خبرداری یې ورکړی چې باید نړیوال او سیمه ییز هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې دخالت نه ډډه وکړي

بیا ۱۹ کاله وروسته په دوحه کې د امریکايي اشغال د خاتمې لپاره مذاکرات وشول او یوه معتبره وثیقه او توافقنامه ترسره او لاسلیک شوه هم غوره خبره ده چې باید ګام په ګام عملي کړل شي او له مخې یې ټول بهرني ځواکونه زموږ له خاوري ووزي، باید د امریکا په شمول لرې او نیږدې ټول هېوادونه زموږ په کورنیو چارو کې له هر ډول مداخلې څخه ځان وساتي، ترڅو افغانان وشي کولای په ازاده او مستقلانه فضا کې پخپلو کې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه تصیم ونیسي.

بادې اعلامیې په پای کې طالبانو یوځل د مسایلو سوله ییز حل ته خپله ژمنتیا ښکاره کړې او له مقابلو جهتونو څخه یې هم غوښتنه کړې چې د وضعیت «حساسیت» درک کړي:اسلامي امارت  د ټولو قضایاو په سالمه فضا کې د حل کولو لپاره بشپړ تعهد لري، مقابلو جهتونو ته هم سپارښتنه کوي چې فرصت غنیمت وګڼي، د وضعیت حساسیت درک کړي او د یوه  ټول شموله خپلواک او مستقل اسلامي نظام چي د ټولو افغانانو غوښتنه ده د راتګ په لاره کې  لاس یو کړئ او نور خنډونه رامنځته کړي.

نولس کاله مخکې د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ او د شمالي ټلوالې د جګړه مارانو په ملتیا یې د طالبانو نظام نسکور کړ.که څه هم هغه وخت طالبان د افغانستان له سیاسي او پوځي صحنو څخه حذف شول؛ خو د وخت په تیرېدو طالبانو د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پروړاندې جګړه پیل کړه، چې د څو کلونو په تیرېدو سره طالبانو وکولای شول د افغانستان په زیاتره سیمو خپل واک کې دي .

د څو کلونو کوششونو وروسته او یو نیم کال مذاکراتو پایله کې د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ مه د امریکا متحد ایالتونه دې حاضر شول ترڅو له افغانستان څخه د خپلو ټولو پوځیانو د وتلو لپاره طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړي، چې د همدې تړون له مخې تردې مهاله زرګونه امریکايي پوځیان له افغانستان څخه ویستل شوي او تمه ده چې تر راتلونکي پسرلي پورې ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button