نړیوال خبرونه

طالبانوخپلو جګړیزه ولایتي مشرانو ته امر کړې چې دفاعي حالت کې دې اووسي

افغانستان کې طالبانو دفاعي حالت ته د تګ فیصله وکړه؛ د طالبانو نظامي کمېسون خپلو ټولو جګړیزه مشرانو ته حکم کړی چې د ۴۰۰ طالب بندیانوترخلاصون پوري دي دفاعي ‌حالت خپل کړي او پر افغان ځواکونو دې حملو نه ډډه وکړي،

یوې رسنښ ته د کوټې د شورا یوه مشر وویل چې دا پرېکړه د علماوو او طالب مشرانو په ګډه کړې او په دې اړه یې یو لیک نظامي ولایتي مشرانو ته لېږدولي دغه خط کې ذکر شوي چې د لويي جرګې پرېکړو ته په کتلو سره اوس وخت کې طالبان دفاعي ‌حالت ته ځي ‌او د خپلمنځي خبرو له پیل سره به هم مهاله اور بند هم شاید چې وکړي دويي دا پریکړه له دې امله کړې چې دسولې خبرو پرمهال باید داسې ارامه وي چې هيچاته د خبرودځنډ بهانه پیدانشي .‌

د کوټې شورا  له لوري رسنیو ته راستول شوۍ خط زیاته وي‌ چې د ۴۰۰ زندانیانو ازادېدل اړین دی.‌طالبانو لا تر اوسه رسمآ د خپلو ویندویانو په خوله څه نه دي‌ ویلي خو دا پټ خط رسنیو ترلاسه کړی دی.‌تر دې وړاندي ‌اوسنی لیک د طالبانو د ډله ایزو بریدونو او لویو چاودنو په تړاو د هغوی دریځ روښانه کوي او وايي چې ډله ایز بریدونه دې نه کېږي.‌

بل خوا بیا د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې اوس هم د طالبانو له خوا ‌د حملو لړۍ دوام موندلی دی خو ښايي نظامي مشرانو ته ددې خط له رسېدلو سره په حالاتو کې بدلون رامنځ ته شي .او بریدونه کم شي دويي غواړي چې څومره ژر کيږي باید د سولې خپلمنځي خبرې ژر تر ژره پيل شي، ترڅو افغانستان کې سوله شوني شي او جنګونه نور پاۍ ومومي،

تر دې مهاله افغان حکومت د طالبانو وروستي اقدام ته غبرګون نه دی ښودلی خو څوڅو ځلې د ارګ ویاند صدیقي په خبري کانفرانسونو کې ویلي چې طالبانو لا هم تاوتریخوالۍ ندۍ کم کړۍ او که تاوتریخوالۍ داسې دوام وکړي نو دا به د سولې شته فرست له منڅه یوسي هغه په خيلو خبرو کې څو څو ځلې ویلي چې طالبان که سولې ته زان ژمن بولي نو باید اور بند وکړي ،

طالبانوخپلو ولایتي مشرانو ته امر کړې چې دفاعي حالت کې دې اووسي
طالبانوخپلو ولایتي مشرانو ته امر کړې چې دفاعي حالت کې دې اووسي

د افغانستان سیاسي شنونکې هم وايي چې که چرته ټولې خواوې سولې خبرو ته په یو مېز کيني نو ښايي مونږ ټول هېووادوال به د سولې شاهدان ډېر ژر اووسو او افغانستان به په ځان بسیا افغانستان هېواد اووسي اقتصاد به مو وده وکړي عام وکړي به مو د ټول هېواد کې چکرونه وهي شفاخانې به جوړې شي هلاکان او جینکۍ به دواړه مکتبونو ته زي او هېواد به مو په عمومي ډول پرمختګ وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button