طالبانو افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو په اړه سپارښتنې کړې دي

افغان طالبانو افغانستان سره د مرستو په موخه د نړیوال بانک لخوا د ازادو شویو پېسو د لګېدو لپاره ځینې غوښتنې کړې دي د طالبانو حکومت د مالیې وزارت او همدا راز افغانستان بانک د افغانستان د وجهي صندوق د یو میلیارد ډالرو د ازادېدو هرکلی کړی دی.
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په یوه علامیه کې ویلي، د افغانستان مالیې وزارت “د افغانستان د بیارغوني وجهي صندوق (ARTF) د فعالیتونو د بیا ځلي پیلېدو څخه د مرستو د جذب په موخه د یوه مناسب میکانیزم په توګه هرکلی کوي.”
نور یی ولوله | طالبان: نړیوالې ټولنې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د ۱۵کسانو نوملړ راسپارلی
اعلامیه کې زیاته شوې دغه پراختیايي پروژې د بشر دوستانه مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت د ودې لامل ګڼل کېږي، چې یو غوره او ګټور ګام دئ.
د طالبانو د مالیې وزارت په اعلامیه کې دا ټینګار هم شوی، چې له بودیجې د وتلو پروژو د تطبیق لګښت دې د ملګرو ملتونو سازمان لخوا را کم شي، له موازي جوړښتونو دې ډډه وشي او د اساسي اصولو په توګه دې له اغېزمنتیا، روڼتيا، ځواب وینې او پلټنې ډاډ ترلاسه شي.
په ورته ډول د افغانستان بانک هم د دغو کنګل شویو پېسو د ازادېدو د هرکلي ترڅنګ ویلي “د دې مرستو د اغېزناکتیا او پایښت لپاره دې دا مرستې د اړوندو بنسټونو له لارې ولګول شي.