طالبانو ته نږدې ویبپانه: د پاکستاني جنرالانو ترهګریز روش
طالبانو ته د المرصاد په نوم نږدې ویبپاڼې په کندهار کې له ځانمرګي برید وروسته یو مطلب خپور کړی دی
المرصاد په یو مطلب کې وايي، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي برید په اړه د هغوی د ادعاو له ناکامېدو وروسته، دغه هېواد د خپلو نیابتي جنګیالیو پر مټ په کندهار کې ځانمرګی برید کړی.
المرصاد “د پاکستاني جنرالانو ترهګریز روش” تر عنوان لاندې یو مطلب کې لیکلي، چې د دوی د کره معلوماتو له مخې؛ په کندهار کې د پنجشنبې ورځې ځانمرګی برید د پاکستان د پوځ د کوټې په ګارنیزون کې د ای ایس ای د افسرانو له خوا پلان شوی او په دغه برید کې د داعش ډلې یو ځانمرګی کارول شوی و.
افغانستان کې د پاکستان هوايي برید ته اشاره
دغې وېبپاڼې لیکلي: “د پاکستان د خراب امنیتي وضعیت او د ناامنيو په کنټرولولو کې له ناکامۍ وروسته پاکستاني اسټیبلشمنټ (پوځ) هڅه وکړه، چې پر ګاونډي افغانستان د هوايي بریدونو په کولو خپله مایوسي لري کړي.”
د طالبانو پلوي دغه وېبپاڼه ادعا کوي، چې په کندهار کې د داعش له خوا د برید موخه دا وه، چې پاکستان طالبانو ته دا پیغام ورکړي، چې دوی د افغانستان د ناامنۍ توان لري.
دغه وېبپاڼه وايي، چې د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه د دغه هېواد د ادعاو له ناکامېدو وروسته، پاکستان د خپلو نیابټي جنګیالو په کارولو سره په کندهار کې ځانمرګی برید کړی.
نور ولولئ: پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي
نور ولولئ: په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو ډېرېدل؛ اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې ترهګر وځپي
د المرصاد په خبره؛ د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهونکي پاکستان او جنرالانو یې تل د نورو په تاوان کې خپلې ګټې لټولې او د خپلې ناکامۍ پړه یې پر نورو واچولې ده.
افغانستان کې د پاکستان د ګډوډۍ هڅه
د المرصاد په خبره؛ پاکستان هڅه کوي چې له ټولو شونو لارو په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي او د دغې وېبپاڼې په خبره ښايي په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې بریدونه نور هم ډېر شي.
تر دې وړاندې په یو بل مطلب کې طالبانو ته نږدې دغې وېبپاڼې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند له خولې لیکلي وو، چې داعش د پاکستاني استخباراتو له خوا په دولتي مېلمستونونو کې ساتل کیږي.
په دغه مطلب کې د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان ویلي وو، چې داعش ته دنده ورکړې شوې چې تحریک طالبان پاکستان مات کړي او جګړه د پاکستان پر ځای افغانستان ته یوسي.
دغې ویبپاڼې په یو مطلب کې لیکلي وو، چې د داعش خراسان څانګې رهبري او مسوولان د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي.
د ویبپاڼې په وینا؛ د مفتي ابو عثمان، ابو احمد ترڅنک د خان په نوم د داعش مهم کسان په پاکستان کې اوسیږي او هلته داعش د پلانونو په عملي کولو کې فعاله ونډه لري او په ځانګړي توکه د وسلو برابرولو په برخه کې مرسته کوي.
له دې مطلب وړاندې داسې معلومات هم تر لاسه شوي، پاکستان اوس داعش ته په هغو مرکزونو کې روزنه ورکوي چې له دې وړاندې پکې اوسني طالبان په افغانستان کې د جګړې لپاره روزل کېدل.