Uncategorized

طالبانو د فلسطین په باره کې د نتنیاهو څرګندونې غندلي

اړوند خبرونه:

د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی

اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو

په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه څرګندونې چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر قلمرو ځانته دولت جوړ کړي، غندلي او دغه څرګندونې يې ټولو نړيوالو نورمونو ته سپکاوی بللي دي.

په اعلاميه کې دغه چاره ناشونې بلل شوې او ويل شوي، د سعودي عربستان پر خاوره د فلسطيني دولت جوړول د سعودي عربستان د حاکميت نقض او د فلسطینیانو له مشروع حق څخه سرغړونه ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت همدارنګه ويلي: « فلسطين د فلسطينيانو خاوره ده او تر څو پورې چې اشغال دوام کوي او د فلسطینیانو حقونه نقض کېږي، غزه او سيمه به نا ارامه وي چې دا وضعيت د هيچا په ګټه نه دی‌.»

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button