سیمه ییز خبرونه

طالبانو د قرغزستان د ترهګرو له نوملړه ددغه ډلې د ایستلو پرېکړه وستایله

قرغزستان طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وویستل او طالبانو دغه ګام ستایلی دی

سره له دې چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي، خو له لا هم د ډېریو هېوادونو له لوري د ترهګرو په تور لېست کې دي.

تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، قرغزستان دغه ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړه ایستې، او طالبانو دغه ګام ستایلی دی.

خو قرغزستان تر اوسه پورې په رسمي توګه د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه د طالبانو نظر

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبې د (وږي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د قرغزستان دغه ګام په سیمه ییزه او نړۍواله کچه د طالبانو د سیاسي پېژندګلوۍ ښکارندويي کوي.

دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې د قرغزستان د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستل به له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د ټینګولو پر وړاندې خنډونه هم له منځه یوسي.

نور ولولئ: ملګری ملتونو کې د چین سفیر: د طالب چارواکو پر سفر دې بندیزونه ختم کړی شي

نور ولولئ: د امریکا او تاجکستان نوي پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

د قرغزستان حکومت تر اوسه پورې په رسمي توګه د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو په اړه څه نه دي ویلي.

قرغزستان هیواد طالبان په ۲۰۰۶ کال کې د ترهګرو او توندلارو ډلو په نوملړ کې ور زیات کړي.

د طالبانو په رسمیاتو نه پېژندل کېدل

د درېیو کلونو له تېرېدو، تر اوسه پورې هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو د قرغزستان او قزاقستان په ګډون د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه له دغې ډلې سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

طالبان لا هم د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي هیوادونو په تور نوملړ کې دي، خو له دې سره، سره یې ځينې مشرانو په روان کال کې د سیمې او منځني ختیځ هیوادونو ته سفرونه کړي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د روان کال د غبرګولي په میاشت کې ویلي و، چې طالبان به د دغه هیواد د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستل کیږي.

پر دې سربېره، طالبان هڅه کوي چې په اقتصادي سیاست کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

طالبان د روسیې، چین او ایران سره هم ښې اړیکې لري، خو دغه هېوادونو لا هم ددوی واکمني په رسمیت نه ده پېژندلي.

د طالبانو رژیم هڅه کوي چې له نړیوالو سره تعامل وکړي، خو د نړیوالو غوښتنې چې په سر کې یې د نجونو د زده کړو مسئله ده، نه دي منلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button