نړیوال خبرونه

طالبانو د پیسو ازادولو په اړه بایډن ته د کانګرس غړو د لیک هر کلی کړی

د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادولو او بندیزونو لیرې کولو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جو بایډن ته د لیک استولو په اړه د کانګرس غړو د اقدام هر کلی وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي عبدالقهار بلخي پرون چهارشنبه ډسمبر ۲۲ (مرغومې لومړۍ) د کانګرس غړو د یاد اقدام د هر کلي ترڅنګ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: “موږ د امريکا متحده ايالاتو د کانګرس ۴۸ غړو د هغه اقدام مننه کوو، چې کانګرس ته زموږ د استول شوي پرانيستي ليک په تعقیب يې ولسمشر جوبايډن ته سپارښتنه کړې چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه ليرې او د مرکزي بانک ريزرف له کنګل وباسي

نور یی ولوله | د افغانستان لپاره د امریکا کمک رسولو په موخه د اسانتياوو برابرولو په موخه غور کیږي

ښاغلۍ وايي چې د افغانستان د مرکزي بانک د ريزرف (ذخیره) کنګل او بانکي سستم ته ستونزې جوړول د بشري ناورین لامل ګرځي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د تیرې نومبر میاشتې پر ۱۷مه د امریکا کانګرس ته په یو پرانیستي لیک کې له متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو غوښتنه کړې وه نوموړي په یاد لیک کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ویلي و چې د کرونا وبا څپې، وچکالۍ، جګړو او فقر دغه هیواد ځپلی او په وینا یې د امریکا بندیزونو د سوداګرۍ او کار وبار ترڅنګ د بشري مرستو حالت هم اغیزمن کړی دی

د امریکا د کانګرس لږ تر لږه ۴۶ دموکراتو غړو د ډسمبر پر ۲۰مه د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته د یو لیک په استولو سره له هغه غوښتي چې په افغانستان کې “د پراخې قحطۍ” د مخنیوي لپاره د هغه هیواد کنګل شویو پانګو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي

د دغه لیک په یوه برخه کې راغلي: “د طالبانو د نوي حکومت له خوا د بشري حقونو د جدي سرغړونو، د مدني ټولنې، ښځو او نورو لږکیو د ځپلو په خاطر متاسف یو. له دې سره سره په افغانستان کې د بالفعل مسولینو سره د متحده ایالاتو تعامل د لسګونو میلیونو ښځو، ماشومانو او بیګناه [افغان] ملکيانو ته د بیساري زیان د مخنیوي لپاره اساسي دی.”

د یاد لیک له خپرېدو وروسته تیره ورځ سلګونو کسانو په کابل کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو ازادولو غوښتنه وکړه هغوی وویل چې د امریکا دغه اقدام په افغانستان کې د فقر د زیاتیدو او لوږې سبب شوی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button