اقتصاد او سوداګريسیاست

طالبانو د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرود پلورلي

طالبان وايي، دغه زمرود ۵۰ زره قیراطه دي چې ارزښت یې څه باندې درې‌نیم میلیون ډالره دی

پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رياست ويلي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.

دغه ریاست وايي، له یادې اندازې زمرودو څخه د دوی له ۱۰ سلنې ونډې یې ۳ لکه او ۶۲ زره ۹۷۷ ډالره عواید ترلاسه کړي.

د سرو زرو او یاقوتو د استخراج لومړني کارونه

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون، د دوشنبې په ورځ د (وري شپږمه) په ایکس پاڼه د پنجشیر د کانونو ریاست له قوله ليکلي چې په پنجشیر ولایت کې د سرو زرو، سپینو زرو، یاقوتو او اوسپنې د کانونو د استخراج لومړني کارونه هم روان دي.

f3b6h uaea88swg

د ۱۴۰۲ ل کال د زمري میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو کان کیندنه پیل کړه، د طالبانو د کانونو وزارت هغه مهال ويلي و چې ۲۰۰ کان کېندونکو ته یې د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

د طالبانو د کانونو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.

نور ولولئ:  اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

f5 asffbuaax9lv

پخواني چارواکي د کانونو پر دا ډول کېندنو نیوکه کوي

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

طالبانو له دې وړاندې د افغانستان د لیتیمو او ځینو نورو کانونو د سپړلو په برخه کې د چینايي شرکتونو د لیوالتیا خبر ورکړی و.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د اپریل په میاشت کې وویل چې یو چینايي شرکت غواړي افغانستان کې د لیتیم د کانونو په سپړلو کې تر لسو میلیاردو ډالرو پورې پانګونه وکړي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته چین لومړی بهرنی هیواد و، چې ددغه هیواد د “CPEIC” شرکت د طالبانو د حکومت سره د امو سیند د حوزې نفتو د استخراج تړون د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې لاس کړ.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button