کورني خبرونههنر او ادب

طالبانو سره زنداني مطیع الله ویسا ته د هالیووډ مشهورې لوبغاړي انجلینا جولي لیک

د هالیووډ سینما وتلي فلمي ستوري افغان فعال مطعیع الله ویسا ته په لیک کې د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کړې

د هالیووډ سینما مشهورې لوبغاړې او فلم جوړوونکې “انجلینا جولي” د طالبانو حکومت له زندان څخه د زدکړو د افغان فعال مطیع الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

اغلې جولي ښاغلي ویسا ته په لیک کې چې یوه کاپي یې‌بي‌سي ته هم رسېدلې، لیکلي هیله لري چې یوه ورځ کابل ته لاړه او د ښاغلي ویسا د قلم‌لار بنسټ فعالیتونه له نږدې وګوري.

نور ولولئ: د انجلینا جولي ښکلا لا هم مشهوره ده

په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو مطیع الله ویسا کابو پنځه میاشتې وړاندې نیولی او لا هم په زندان کې دی.

بلخوا د ښاغلي ویسا د کورنۍ غړي وايي، د نوموړي دوسیه له کابله کندهار ته استول شوې او هیله من دي چې د طالبانو مشر یې ژر د خوشي کېدو امری وکړي.‌

انجلینا جولې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي‌ کمېشنرۍ ‘یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار’ سفیره پاتې شوې او د بشري حقونو او بشردوستانه چارو فعاله هم ده.‌

مطیع الله ویسا څو میاشتې وړاندې ونیول شو

هغې د قلم لار ټولنې بنسټګر مطیع الله ویسا ته په لیک کې د طالبانو له حکومت له زندانه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

اغلې جولي په دغه لیک کې ښاغلی ویسا مخاطب کړی او ویلي یې دي، “زه د افغانستان د هغو خواخوږو له ډلې څخه یم چې ستاسو د نیول کېدو خبره ډېره حیرانه کړم.”

نوموړې زیاته کړې “ستاسو په څېر زه هم د یوې داسې ورځې خوب وینم چې د افغانستان هر ماشوم وکولای شي ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شي.”

نور ولولئ: انجلینا جولي د پخواني مېړه سره ملاقات رد کړ

په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو مطیع الله ویسا کابو پنځه میاشتې وړاندې نیولی لا هم په زندان کې دی.

د طالبانو حکومت چارواکي د هغه د نیول کېدو په اړه ډېر جزیات نه ورکوي خو ویلي یې دي چې هغه ګواکې خپلسري کارونه کول او د نظام پر ضد یې خلک هڅول.

بلخوا د مطیع الله ویسا ورور او د قلم‌لار ټولنې غړي عطاالله ویسا بي‌بي‌سي ته ویلي “پر هغه چې کوم تورونه لګول شوي وو بې بنسټه دي.”

نوموړي زیاته کړې “موږ ته ویل شوي چې د هغه دوسیه کندهار کې لویې رهبرۍ ته تللې، خپله شیخ صیب [مولوي هبت‌الله اخوندزاده] پر دې باندې خبر شوی دی. هغه یو شمېر ادارو ته امر کړی چې په دې قضیه کې له عدالته کار واخلي.”

عطاالله ویسا زیاتوي چې دوی د طالبانو مشر ته جرګه ورلېږلې او دا چې ګواکې دې جرګې نوموړي ته د مطیع‌الله ویسا د کړنو په اړه په تفصل مالومات ورکړي‌ دي.‌

د ویسا د قضیې په اړه نوي هیلې.

هغه وویل “موږ تر ډېره مطمین یو چې هغه به خوشې کېږي. له ځینو ادرسونو څخه چې موږ خبرېږو، قضیه ښې خوا ته روانه ده.”

د اغلې جولي‌ لیک کې نور څه دي

د هالیووډ سینما لوبغاړې انجلینا جولي مطیع الله ویسا ته په لیک کې ویلي، “ما ته تر اوسه دا چانس نه دی برابر شوی چي تاسې له نږدي وګورم – خو زه هیله لرم چي په نږدې راتلونکې کې دې وګورم او د افغان ماشومانو د وړتیا وو په ترلاسه کولو کې ګډ کار وکړو.”

هغې لیکلي “تاسو هېر شوي نه یاست او توره شپه په رڼا پای مومي.”

د مطیع الله ویسا نیول کېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را پارولي او بېلابېلو خواو د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې ده

مطیع الله ویسا له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان په لرې پرستو سیمو کې د تعلیم خورولو او د جهل پر وړاندې مبارزه کوله.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button