افغانستان

طالبانو سیاسي شنونکی او د پوهنتون استاد نجیب الله جامع نیولی

نجیب الله جامع به په بحثونو کې د طالبانو پر کړنو او سیاسي دریځونو نیوکې کولې

رسنیو ته سرچېنو منلې، چې طالبانو د پوهنتون استاد او د طالبانو پر کړنو نیوکه کوونکی نجیب‌الله جامع نیولی.

که څه هم هغه په سر کې د طالبانو ملاتړی و او په هېواد کې یې د امنیت له ټینګښته ننګه کوله؛خو وروستیو کې یې پر طالبانو نیوکې زیاتې کړې او پر خلکو د لګیدلو بندیزو پر وړاندې یې مخالفت وکړ.

د استخباراتو له لوري د نوموړي نیول کېدل

د طالبانو استخباراتي ادارې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) له ښاغلي جامع سره له اړیکې وروسته هغه وربللی او نیولی یې دی.

طالبانو تر اوسه د نجیب‌الله جامع د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي جامع په وروستیو ټلویزیوني بحثونو کې د نجونو لپاره د زده‌کړو غږ پورته کړ او له واکمنانو یې د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوله.

نور ولولئ: طالبانو سره زنداني مطیع الله ویسا ته د هالیووډ مشهورې لوبغاړي انجلینا جولي لیک

نور ولولئ: د طالبانو پر استخباراتو د بښنې نړیوال سازمان غږ؛ احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان خوشي کړئ

په خواله رسنیو کې ګڼو کسانو د ښاغلي جامع پر نیولو نیوکې کړې او لیکلي یې دي: «جاهله ډله هڅه کوي، چې افغانان په ناپوهۍ او تیارو کې وساتي.»

نجیب الله جامع د خپلې اېکس پاڼې په وروستي یادښت کې لیکلي، چې د افغانستان د خلکو له مدني، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي حقونو مبارزه کوي.

د ملت غږ اوچتول

په دغه یادښت کې چې د چهارشنبې په ورځ د وري په ۱۶مه خپور شو راغلي:« دا یوه ملي دنده او رسالت دی، چې ملي هویت، ملي ارزښتونه او د خپل ملت لپاره غږ اوچت کړم.»

طالبانو د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا نیولی

ویل کېږي، چې ښايي طالبانو ښاغلی جامع د همدغو وروستیو څرګندونو په تور چې د نجونو د زده‌کړو او په افغانستان کې د یوه قانونمند نظام په اړه یې کړې وې نیولی وي.

طالبانو په تېرو دوه نیمو کالو کې ګڼې مېرمنې، د پوهنتون استادان، خبریالان او د دوی پر ډلې نیوکه کوونکي نیولي او بندیان کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونو د دغو نیول شویو کسانو د خوشې کولو غوښتنه کړې؛ خو طالبانو په دې اړه له هر ډول خبرو څخه ډډه کړې.

له دې وړاندې هم طالبانو د نظر هغه خاوندان نیولي او زندانونو ته یې اچولي چې ددوی د محدودیتونو او ناسمو پالیسیو پر وړاندې یې غږ اوچت کړی دی.

طالبانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړلي او له کار کولو یې منع کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button