اقتصاد او سوداګري

طالبانو شهزاده سرای کې د ډالرو پر راکړه ورکړه بندیز لګولی

اړوند خبر:

امرالله صالح: طالبانو د افغانۍ د کنټرول په موخه پر «شهزاده سرای» هجوم ور وړی

طالبانو نن د اسعارو د تبادلې په دغه مرکز کې د ډالرو پر تبادلې بندیز لګولی. سرچینې وایي، ځینو کسانو له طالبانو په پټه د ډالرو تبادله کوله.طالبانو ځینې صرافان وهلي او له ځان سره وړ ي دي.

د اسعارو د تبادلې په دغه مرکز کې طالبانو د ډالرو پېر او پلور بند کړی دی.

له شهزاده سرای څخه یوه صراف د نوم نه ښودلو په شرط وویل:«د طالبانو استازي پر ټولو صرافیو ګرځي او ګوري چې څوک خو به د ډالرو پېر او پلور نه کوي. که څوک ونیسي هغوی له ځان سره بیايي.»

ځینې سرچینې وایي، چې یو شمېر صرافان په پټه د ډالرو تبادله کوي، خو طالبان د ډالرو بیې په شدید ډول کنټرولوي.

له شهزاده سرای څخه یوه تن وویل، « تېره ورځ طالبانو یو صراف په دې خاطر وواهه او له ځان سره یې یووړ، چې ولې یې د طالبانو له لوري له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړ قیمت ډالر پلورلي دي.»

سرچینې وايي، سهار مهال په کابل کې د اسعارو د تبادلې په دغه مرکز کې یوځل بیا د دالرو لیلام وشو خو قیمت یې د طالبانو په خوښه ټاکل شوی و، «طالبان دې ته نه ګوري چې نړیوال مارکیټ کې څه روان دي، خپل په خوښه ډالرو ته قیمت ټاکي.»

سرچیني وايي، له غرمې وروسته په مطلق ډول په دغه سرای کې د ډالرو پېر او پلور بند شوی دی او یوازې کوچني صرافان له سرای څخه بهر په کمه اندازه ډالر پېري او پلوري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button