افغانستاناقتصاد او سوداګري

طالبانو قطر ته د افغان کارګرو د لېږد لپاره د نوملیکنې خبر ورکړ

اړوند خبر:

د ایران او اسرائیلو جګړه؛ د افغانستان پر بازارونو یې ژور اغېز

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې قطر ته د افغان کارګرو د استولو لپاره د نوملیکنې پروسه پیل شوه.

یاد وزارت د نوملیکنې برخې هم په ډاګه کړې دي.

د برېښنا انجنیر Electrical Engineer، د برېښنايي موټرو مستري Automotive Technician، شیدو لوشونکی Milker، د رسمي مېلمستیاوو سرآشپز Chef de Partie، سرآشپز دوه بسته Head Chef، د آشپز لومړی مرستیال یا (COMMIS 1)، آشپز دو‌یم مرستیال یا (COMMIS 2)، د هوټل د تفریح لارښوونکی یا Hotel Recreation Instructor، د خوړو او نوشابو بس چلوونکی یا F&B Bus Runner، د هوټل تفریحي لارښوونکی؛ دویم بست یا Hotel Recreation Instructor، د پاک کارۍ د مېز همغږي‌کوونکی یا Housekeeping Desk Coordinator، دوه بسته، د ریزرف کولو استازی یا Hotel Reservations Agent او د خونو د پاکولو خدمتګار یا Housekeeping Room Attendant هغه برخې دي چې افغان کارګر به ورته لېږدول کېږي.

د طالبانو یاد وزارت دا هغه برخې یادې کړي چې، د دوی په خبره افغانان کولی شي نوملیکنه ورته وکړي او د کار روزګار لپاره یاد هېواد ته واستول شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې نوملیکنه به د هېواد په بېلابېلو زونونو او ولایتونو کې د راتلونکې سه شنبې د اسد له ۷ مې نېټې د ځانګړو ادرسونو له لارې ترسره کېږي.

سرچینه زیاتوي، چې یاد وزارت ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو رسمي ادرسونو د یادو شرکتونو نومونه او ادرسونه په بشپړ ډول نشر کړي، چې هېوادوال هلته نوملیکنه کولی شي.

دا هم ولولئ:  طالبان: په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه دی

دا کارګر داسې مهال استول کېږي، چې افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ نه بلې ته په لوړېدو او د بېوزلۍ کچه په پراخېدو ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button