اقتصاد او سوداګري

طالبانو له ازبکستان، پاکستان او قطر سره د افغان-ټرانس پر پروژه بحث کړی

طالبانو خبر ورکړی چې رژیم یې له ازبکستان، پاکستان او قطر سره د افغان-ټرانس پر پروژه خبرې کړي دي

افغان-ټرانس یوه لویه اقتصادي پروژه ده چې له ازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته غځول کېږي او ددې پروژې پر غځېدو به منځنۍ اسیا په سوداګریز لحاظ د هند له نیمې لویې وچې سره وصل شي.

afghan (84)
افغان-ټرانس د پروژې نقشه

د طالبانو ویاند او د دوحې درېیمې ناستې لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر وايي، دوحه کې یې له ازبکستان، پاکستان او قطر سره د افغان-ټرانس پروژې په اړه خبرې کړې.

د افغان-ټرانس د پروژې پر پیل ټنګار

ذبیح الله مجاهد وايي، په دغو خبرو کې ټولو لوریو د دې پروژې د ژر پیل او بشپړېدو غوښتنې وکړې.

د طالبانو ویاند او د دوحې درېیمې ناستې د دغې ډلې د مرچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه د (چنګاښ ۱۲مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې طالبانو او د ازبکستان، پاکستان او قطر استازو د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې او ټولو په دې ټینګار کړی چې یاده پروژه دې ژر پیل او بشپړه شي.

نور ولولئ: افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

نور ولولئ: د طالبانو، پاکستان او ازبکستان تر منځ د افغان ټرانس هوکړه لاسلیک شوه

نور ولولئ: د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

‏هغه وايي، په دغه ناسته کې د افغان-ټرانس پروژه چې له ازبکستان څخه به د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ غزوي، پرې بحث وشو او د پروژې په ارزښت او ژر پیل یې خبرې شوې.

د مالي ملاتړ په اړه پرله‌پسې خبرې

مجاهد دا نه دي ويلي، چې د دغې پروژې د کار پیل به کله او څنګه کیږي او نه یې دا ويلي چې په دغې ناسته کې د یادې پروژې په اړه څه تصمیم ونیول شو.

‏ډیپلوماټ مجلې د غبرګولي میاشت په سر کې یوه راپور خپور کړ چې په کې راغلي و، د روان کال له پیل راهیسې، ازبکستان له قطر او متحده عربي اماراتو سره د ترمز-مزار شریف-کابل-پیښور رېل پټلۍ د مالي ملاتړ په اړه څو ځلې خبرې کړې.

ازبکستان له دغو هیوادونو غوښتي چې د شاوخوا اوه میلیارډه ډالرو په ارزښت د دغې پروژې په جوړولو کې همکاري‌ وکړي.

دغه رېل پټلۍ د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره نښلوي او تر سوېلي اسیا او منځني ختیځیې توکو ته بازار پیدا کوي.

د ډیپلوماټ مجلې د راپور له مخې، افغان- ټرانس پروژه د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره سمندر ته د لاسرسي او همدارنګه د هغوی د ترانزیټي امکاناتو او جیوپولیټیک رول د پیاوړتیا په برخه کې خورا مهمه ده، خو د افغان- ټرانس د پټلۍ پلي کول له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله ځنډيلې وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button