طالبانو له زلزله ځپلو سره له ۴۸ مرسته کوونکو هېوادونو مننه وکړه
اړوند خبرونه:
د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم
د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه
زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اېکس پاڼه، په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزله ځپلو سره د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو له خوا د خواخوږۍ او بشري مرستو له امله مننه کړې.
یاد وزارت ویلي، ۴۸ هېوادونو سربېره نړۍوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو له خوا د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله چې زرګونه کسان پکې ژوبل او مړه شوي خواخوږي شریکه او یا یې هم بشري مرسته کړې ده.
یاد وزارت نن دوشنبه دغه معلومات په خپله پاڼه نشر کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وړمه ورځ کابل کې د یوه کنفرانس په مهال ویلي وو چې، د ختیځ زلزله ځپلو سره د هېوادوالو سربېره د هېوادونو پراخه غمشریکي او مرستې د طالبانو د بې طرفه سیاست پایله ده.
ختیځ ولایتونه وروستۍ زلزلې له سخت مالي او ځاني زیانونو سره مخ کړل.
یوازې کونړ ولایت کې تر ۲۵۰۰ زیات کسان مړه او نېږدې ۴ زره نور ژوبل شول، چې لاهم د ارقام وروستي شوي نه دي او د پلټنې عملیات دوام لري.