افغانستان

طالبانو له متقاعدینو غوښتي چې د خپلو حقونو د اثبات لپاره ځانګړې محکمې عریضې وکړي

متقاعدین چې له دریو کلونو راهیسې له خپلو حقونو بې برخې دي، اوس به د طالبانو ځانګړي محکمې ته عریضې کوي

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، چې د ددې ډلې د مشر هبت الله د فرمان پر بنسټ، د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد د حقونو ورکولو پرېکړه شوې ده. طالبانو له متقاعدینو غوښتي چې د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته عریضه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې مالیې وزارت نن یکشنبه «د مرغومي دویمه» د تقاعد د حقوقو په تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هبت الله د فرمان پر بنسټ، د ټاکل شويو اصولو له مخې د وزارتونو او حکومتي ادارو (د کابل له نیولو څخه مخکې متقاعدینو) او د برحاله حکومتي کارکوونکو د تقاعد د حقوقو ورکولو پرېکړه شوې ده.

د هېواد سترې محکمې ته دنده سپارل کېدل

د طالبانو د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد فرمان له مخې د هېواد سترې محکمې ته دنده سپارل شوې چې له مالیې وزارت او غير بودجوي واحدونو سره په بشپړه همغږۍ د متقاعدینو د حقوقو قضیو ته د شرعي اصولو پر بنسټ رسیده ګي وکړي.

خبرپاڼه وايي، د طالبانو له بیا حاکمیت مخکې ټول متقاعدین کولای شي د خپل تقاعدي حق د ثابتولو لپاره د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې ته عریضه وړاندې کړي چې غوښتنې ته به یې د محکمې له لوري د مالیې وزارت او د متقاعد شخص د اړوندې ادارې په همکارۍ د ټاکل شويو کړنلارو او شرعي اصولو له مخې رسېده ګي او اجراات ترسره شي.

نور ولولئ:  تقاعد نه ورکول له متقاعدینو سره ظلم دی

نور ولولئ: ملا هیبت الله د متقاعدینو د حقونو لپاره ځانګړې محکمې جوړوي

د طالبانو مالیې وزارت په ډاګه کړې، چې د دولتي ادارو کارکوونکو د تقاعد ونډه چې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته د ۴۸۰۲ ګڼه حکم تر صدور پورې یې له معاشونو څخه وضع شوې ده، د اړوندو بودجوي او غیر بودجوي واحدونو له لارې د محکمې له حکم پرته اجرا کېږي.

د حقونو د ورکړې ژمنه

طالبان ژمنه کوي چې د یاد فرمان پر بنسټ، د متقاعدینو د حقوقو ورکولو پروسه به د تشکیلاتو او معاشونو کمېسیون له لوري له ټاکل شوي مهال وېش سره سمه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر له دې وړاندې په افغانستان کې د تقاعد سیسټم لغو او د متقاعدینو معاشونه بند کړي وو.

د نوموړي ددې پرېکړې په غبرګون کې د تېر حکومت متقاعدینو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه پراخ اعتراضونه کړي دي.

په تېر لړم میاشت کې د متقاعدو دولتي کارکوونکو یوې ډلې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) پر وړاندې هم اعتراض وکړ.

تقاعد شوي پخواني کارکوونکي وايي، چې په ۱۴۰۰ ل کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دوی خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button