سیمه‌ییز

طالبانو لومړی د بیګم او بیا د ځوانانو راډیوګانې بندې او خبریال یې ونیول

اړوند خبرونه:

د طالبانو رسنۍ ځپونکي پالیسي؛ خوست کې یې دوه راډیوګانې وتړلې

طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې

طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟

طالبانو د بېګم راډیو تر څنګ د ځوانانو راډیو هم تړلې او د دې راډیو یو سپورتي خبریال یې له ځان سره بېولی دی.

د دې راډیو یوه کارکوونکي، په دې شرط چې نوم به یې نه څرګندېږي، ځکه چې له امنیتي ستونزو سره مخامخېږي، تېره شپه تاند ته وویل چې طالبانو د دوی راډیو ظاهراً یوازې په دې خاطر بنده کړې او د هغې ورزشي خبریال یې له ځان سره بېولی چې د دوی راډیو د بېګم راډیو ګاونډۍ وه.

سرچینې وویل چې د نیول شوي خبریال هیڅ درک نه دی معلوم.

طالبانو د سلواغې/ دلوې په ۱۶ مه پر بېګم راډیو او ځوانانو راډیو چاپه ووهله او د دواړو راډیوګانو د بندولو ترڅنګ یې د هغو څو کارکوونکي له ځان سره بېولل.

د بېګم راډیو د بندېدا په وړاندې پراخ غبرګونونه څرګند شول او خبرونه یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپاره شول خو د ځوانانو د راډیو د بندېدو او د هغې د یوه سپورتي خبریال د نیول کېدو په اړه نه یوازې چا غبرګون نه دی ښوولی بلکې د بندېدو خبر یې هم نه دی خپور کړی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button