نړیوال خبرونه

طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د مالیې وزارت پخوانی سرپرست هدایت الله بدري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی

نوموړي نن چهارشنبه مارچ ۲۲مه چې د وري مياشتې له دويمې نېټې سره سمون خوري، د دې ټاکنې په اړه نور مالومات نه دي ورکړي.

هدایت الله بدري پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته بیا تر دا مهاله د طالبانو په کابینه کې د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر و.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د مالیې وزارت له سرپرستۍ څخه د هدیت الله بدري د استعفا په اړه آوازې ورکړل شوې وې. ویل کیږي چې هغه د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره د عوایدو پر سر د اختلافاتو له امله له دندې استعفا ورکړې وه. خو طالب چارواکو مخکې د هغه د استعفا آوازې رد کړې وې.

د هدیت الله بدري تر ټاکنې مخکې مولوي عبدالقاهر مشهور په حاجي ادریس د افغانستان بانک سرپرست رئیس و.

ویل کیږي چې هدایت الله بدري او حاجي ادریس تر دې مخکې هم د طالبانو د مالیي چارو مسوولین وو.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالره پانګه د متحده ایالاتو لخوا کنګل شوې ده.

په همدې اړه نړيوالې ټولنې هم له طالبانو غوښتي و چې دوه مسوولين له دندې لرې کړي

نړیوالې ټولنې تر دې مخکې د طالبانو له حکومت څخه د افغانستان بانک د دوو مسوولینو د لرې کېدو غوښتنه هم کړې وه چې یو تن یې د متحده ایالاتو د بندیزونو په لېست کې هم شامل دی. خو د طالبانو حکومت هغه مهال دغه غوښتنه رد کړې وه.

د دې غوښتنې له مخې د افغانستان بانک رهبري باید تجربه کاره او کارپوه کسانو ته وسپارل شي چې د دې خبرې ضمانت ورکړل شي چې طالبان به د افغانستان بانک په چارو کې مداخله نه کوي.

د خبري منابعو له قوله، که څه هم طالبان او د افغانستان بانک پر ځینو عمومي اصولو سره سلا شوي دي خو په مرکزي بانک کې د پیسو د غیر قانوني انتقال د څارنې په موخه یې د یو خپلواک پلاوي له ګومارنې سره هوکړه نه ده کړې.

نور ولولئ: د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي

پر همدې مهال د پیسو نړیوال صندوق پخواني سلاکار طارق فرهادي امریکا غږ ته وویل چې هدایت الله بدري په کابل کې د طالبانو حکومت له ځینو موضوعاتو سره رضایت نه لاره چې له همدې امله یې د طالبانو مشر ته خپل استعفا وړاندې کړې وه.

د ښاغلي فرهادي په خبره د طالبانو مشر اوس هغه د افغانستان بانک د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

فرهادي زیاته کړه: “دغه تغیرات په هیڅ وجه د لوېدیځو هیوادونو او نړۍ په غوښتنه نه دي رامنځته شوي. د هغه ستونزو له امله چې د طالبانو په منځ کې راپیدا شوي دي، راغلي دي.”

هغه زیاته کړې چې د ځینو کسانو د مالوماتو پر اساس شاید هدایت الله بدري دغه نوې دنده ونه مني، ځکه چې د طالبانو په منځ کې ځيني ستونزې رامنځته شوې چې تر اوسه ښې روښانه نه دي، خو طالبانو لا تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button