افغانستانسیمه‌ییز

طالبانو هوايي ډګر کې اماراتو ته تلونکو نجونو محصلینو ته د تګ اجازه ورنه کړه

طالبانو هغه نجونې له هوايي ډګره راوګرځولې چې اماراتو ته د زده کړو لپاره روانې وې

راګرځول شوو نجونو ته په متحده عربي اماراتو کې د زړه کړو زمینه یو عرب میلیادر برابره کړې وه چې هغه د طالبانو پر دغه بشري ضد عمل سخت عکس العمل ښودلی دی.

عرب میلیاردر خلف بن احمد الحبتور وايي، طالبانو په کابل هوايي ډګر کې د هغو نجونو د تګ مخه ونیوله چې غوښتل یې دوبۍ ته د زدکړو لپاره لاړې شي.

نور ولولئ: افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې کيږي خو طالبان یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري

نوموړي چې دې نجونو ته د زدکړو زمینه برابره کړې وه، په دې پېښه خواشیني ښيي او له طالبانو هیله کوي چې دغو سلو نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي.

طالبان د انسانیت پر ضد

نوموړی د طالبانو دا ګام یوه تراژیدي او پر انسانیت، زدکړو، برابرۍ او عدالت ګوزار بولي او له ښکېلو لورو غواړي چې د دې نجونو «د ژغورلو هڅې وکړي.»

ښاغلی الحبتور یوه ویډیو پیغام کې زیاتوي، چې د نجونو د زدکړو، روغتیا، ټرانسپورټ او استوګنې هرڅه یې برابر کړي وو، خو طالبانو یې مخه نیولې ده.

نور ولولئ: اوچا وايي، روانه میاشت کې به افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي ټولګي وتړل شي

د احمد الحبتور تر ویډیو مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د چارشنبې په ورځ په کابل هوايي ډګر کې د هغو لسګونو نجونو د تګ مخه ونیوله، چې متحده عربي اماراتو ته د زدکړو لپاره تللې.

د سرچینو په خبره، له ۳۵ ډېرې نجونې چې د طالبانو له غوښتنې سره سم یې محرم هم درلود، دغه تحصیلي سفر ته پرې نه ښودل شوې.

د نجونو د یو کال خوارۍ په اوبو لاهو شوې

دغو نجونو د دې بورسونو د ترلاسولو لپاره له نږدې یو کال راهیسې مختلف پړاوونه ووهل او کله چې باوري شوې طالبان یې له محرم پرته نه پرېږدي، نو د الحبتور خیریه بنسټ او د دوبۍ پوهنتون په همکارۍ یې د محرم په توګه خپل ورور یا پلار ته هم ویزې واخیسیتې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکلې وه دا نجونې د چارشنبې په ورځ اته بجې سهار له کابل هوايي ډګر پرواز وکړي، خو د طالبانو له مخالفت وروسته ناهیلې کورونو ته ستنې شوې.

خلف بن احمد الحبتور هم ویلي د دې نجونو د هرکلي لپاره دوبۍ کې پلان جوړ شوی و چې د دوبۍ پوهنتون، پولیسو او همدارنګه د بهرنیو اړیکو او د کډوالو چارو دفتر پکې ګډون درلود.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button