کورني خبرونه

طالبانو ویلی د ډالرو له قاچاق کوونکي سره به د ملي خاين په ډول چلند کېږي

طالبان وایی  د ډالرو له قاچاق کوونکي سره به د ملي خاين په ډول  چلند  کېږي د طالبانو حکومت د افغانۍ ثابت ساتلو په  هدف پرېکړه کړې  له دې څخه وروسته به  هېڅوک حق نه لري چې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه وکړي. 

د بهرنیو پول  پر وړاندې د افغانۍ ثابت ساتلو لپاره د طالبانو د حکومت له اړخ د جوړ شوي کمیسیون مشر او د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبد السلام یوه غونډه کې خبرداری ورکړ چې د ډالرو قاچاق کوونکي سره به د ملي خاین په ډول  چلند کېږي مولوي عبد السلام حنفي دعوه  کړی   چې د افغانۍ د ارزښت ټیټېډو یو سبب  د یو شمېر نا مسوولو  وګړو پروپاګند دی. همدا رنګه دعوه کړی  چې یو لړ غیر قانونی  کړنې د یو شمېر مجرمینو   له اړخ  شوي او په پایله کې یې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی.

نور یی ولوله | افغانۍ نوي رېکارډ جوړ کړ طالبانو له امریکا غوښتي چې بندیزونه لرې کړي

خو اقتصادي کارپوهان وايي چې  کابل کی  د طالبانو له واکمنۍ  څخه وروسته د بې کارۍ زیاتېدل، د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو کمېدل، دولتي کارکوونکو ته د معاشونو نه ورکول او په بهر کې د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل د افغانۍ د ارزښت د کمېدو لوی سبب شوی عبد السلام حنفي ویلی مونږ   پرېکړه کړې چې سر له ننه څخه به  په ټول افغانستان کې په بهرنیو پیسو راکړه ورکړه بندی کړو . ټولو امنیتي ارګانونو او والیانو ته دنده ورکړی  چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره خپل ټول  مسولیت پوره  کړی .

 بله پرېکړه دا شوی  چې د ډالرو او د نورو ټولو هغو توکو  قاچاق کوونکی به  په سخته جزا محکوم شی  چې  قانونی  قاچاق شمېرل کېږي لکه ځنِغوزی، قالینې او وسلې د دې توکو له قاچاق کوونکو سره د به ملي خاین په ډول  چلند کېږي.

له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د بهرنيو پول  پر راکړې ورکړې بنديز لګولی و خو دا بنديز عملي شوی نه دی  او د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې پر پاکستانيو روپيو، په يو شمېر نورو کې پر ايراني تومنو او ځينو سيمو کې پر ډالر راکړه وکړه کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button