کورني خبرونه

طالبانو ویلی کونړ کې هوایي برید نه دی شوی د پاکستان له اړخ توغندي راغلي

طالبان ویلی کونړ کې هوایي برید نه دی شوی د پاکستان لخوا توغندي راغلي افغان طالبانو منلې ده چې پنجشنبه ناوخته پر ختیځ کونړ ولایت د پاکستان له خاورې د توغندیو برید شوی اوس مهال  پر خواله رسنیو داسې ګنګوسې دي .

چې ګواکې د کونړ ولایت شلطن ولسوالۍ کې ډرون برید شوی ‌او د پاکستاني طالبانو یو مشر پکې هم  وژل شوی خو د افغان طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلی  د ډرون برید رپورونه ناسم دي البته سیمه کې د پاکستان له اړخ  توغندیز بریدونه شوي‌ ښاغلي‌ کریمي په دې تړاو  څه ونه ویل چې په دې برید کې کې څوک په نښه شوي خو زیاته یې کړه چې توغندي‌ په غرونو کې لګېدلي د پاکستان حکومت او یا هم پوځي چارواکو تر دې دمه پوری  په دې تړاو څه نه دي ویلي.

خو بل اړخ  ته کونړ ولایت کې د افغان طالبانو ځایي چارواکو   منلې ده چې هلته د بې پېلوټه الوتکې بریدونه شوي ګڼو پاکستاني او افغان خبریالانو پر خواله رسنیو دعوه  کړې  چې دې بریدونو کې د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر مولوي فقیر محمد په نښه شوی خو د پاکستان حکومت او یا هم افغان طالبانو او یا هم کومې باوري او خپلواکې سرچینې تر دې دمه دا راپورونه  نه دي تائيد کړي دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان له اړخ په ختیځ کونړ ولایت کې توغندیز بریدونه کېږي..

نور یی ولوله | طالبانو ویلی د ډالرو له قاچاق کوونکي سره به د ملي خاين په ډول چلند کېږي

پاکستان تور لګوي چې په یاده سیمه کې د پاکستاني طالبانو مشران پټ دي او دوی پرې تېرو کلو کې څو څو ځله بریدونه کړي‌ د افغانستان تېرحکومت تل دا بریدونه غندل او له امله  یې د افغانستان او پاکستان  اړیکې هم ترینګلې پاتې شوې .

یاده دې وي چې د پاکستان حکومت تېره میاشت له پاکستاني طالبانو سره د یو میاشتني اوربند او د مذاکراتو د پیل کولو  اعلان کړی وخو څو ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو د اوربند ختمولو اعلان وکړ او ورسره وزیرستان او ځینو نورو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه هم شوی .

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button