طالبانو پنجشیر ولایت کې ۲۱ نورې سیمې تثبیت کړي دي

اړوند خبرونه:
طالبانو د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرود پلورلي
اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي
د پنجشېر د والي ویاند ویلي، په دغه ولایت کې د زمرد د کانونو ۲۱ نوې سیمې په خنج، پریان او د دشت ریوت سیمو پېژندل شوې دي.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون نن(سهشنبه، د اپرېل ۲۲مه) ویلي، د زمرد د کانونو نوې سیمې په خنج، پریان او د دشت ریوت سیمو کې پیژندل شوې دي.
د طالبانو د دغه چارواکي په وینا یادې سیمې ټولې د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ پورې اړه لري.
د ښاغلي لټون په وینا، د رسمي او مسلکي اسنادو په درلودلو سره اوسمهال په ۶۰۰ کانونو کې کار روان دی.
د طالبانو په راتلو سره د پنجشېر زمرد په وار وار د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، په دې لیلام کې د افغانستان سوداګرو سربېره د بهرنیو هېوادونو سوداګرو هم ګډون کړی وو.
باید وویل شي ، چې د پنجشېر زمرد د ځلا او کیفیت له اړخه نړیوال شهرت لري. او بهر ته هم صادرېږي.
طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د شمېرو له مخې چې دا مهال په پنجشېر کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي چې په هغو کې ۵۰۰ کانونه فعال دي