طالبانو په بدخشان کې د ښځو غږ راډیو خپرونې بندې کړې دي
طالبانو په بدخشان ولایت کې د ښځو غږ په نوم یوه سیمه ییزه راډیو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د پالیسۍ څخه د سرغړونو له امله په مشروط ډول تړلې ده
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي معزالدین احمدي د جمعې په ورځ مارچ ۳۱ چې د حمل مياشتې له ۱۱مې نېټې سره سمون خوري امریکا غږ ته د ښځو غږ راډیو د تړلو علت د ښځو د دغې راډیو له خوا د روژې په میاشت کې څو ځلې د موسیقۍ خپرول وښودل.
ښاغلي معزالدین وویل:”په پرله پسې ډول مونږ دوی ته ویلي وو چې د موسیقۍ خپرول حرام دي او تاسو موسیقي مه خپروئ. متاسفانه د روژې په میاشت کې دوی څو ځلې دغې خبرداري ته پاملرنه ونه کړه او موسیقي یې خپره کړه چې بالاخره تېره ورځ د نورو مشرانو سره د مشورې وروسته مو د دغې راډیو خپرونې بندې کړې.”
احمدي زیاته کړه چې اوس مهال دا راډیو په موقتي ډول تړل شوې او که چیرې د راډیو مسولین ورته ددې ضمانت وکړي چې بیا به موسیقي نه خپروي نو د راډیو د خپرونو د بیرته پیلیدو اجازه به ورکړي.
طالبانو حکومت په افغانستان کې د راډیویي خپرونو له لارې د موسیقۍ پر خپرولو بندیز لګولی دی
په بدخشان کې د ښځو غږ راډیو ترڅنګ دوولس نورې سیمه ییزې راډیوګانې هم فعالیت کوي.
د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پر رسنیو او خبریالانو باندې د طالبانو محدودیتونه ډېر زیات شوي دي.
طالبانو نه یوازې په راډیوي خپرونو کې د موسیقۍ په خپرولو بندیز لګولی دي، بلکې په ځینو ولایتونو کې یې د رسنیو ښځینه کارکوونکې هم په رسنیو کې له کار څخه منع کړې دي.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د یو وروستي راپور له مخې ویل شوي چې په تېر څه باندې یو نیم کال کې په افغانستان کې ۲۱۹ چاپي، تصویري او غږیزې رسنۍ بندې شوې دي.
نور ولولئ: په افغانستان کې زیاتره راډیوګانې خپرونې بندوي
ددغه سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست له پنځلسمې دمخه په افغانستان کې ۵۴۷ فعالې رسنۍ موجودې وې چې اوس مهال یې شمیر ۳۲۸ ته راښکته شوی دی.
په وروستیو میاشتو کې طالبانو د یو افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون څو تنه خبریالان نیولي او په بند کې اچولي دي.
له ښاغلي بهبودي پرته اکثره نیول شوي خبریالان بیرته خوشې شوي دي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارو د شمیرنو له مخې، په تیرو نږدې ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د ۳۴۵ سیمه ییزو راډیو سټیشنونو څخه ۱۱۷ یې تړل شوي، چې ورسره په سلګونو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.