ژوندنړیوال خبرونه

طالبانو په بدخشان کې د ښځو غږ راډیو خپرونې بندې کړې دي

طالبانو په بدخشان ولایت کې د ښځو غږ په نوم یوه سیمه ییزه راډیو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د پالیسۍ څخه د سرغړونو له امله په مشروط ډول تړلې ده

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي معزالدین احمدي د جمعې په ورځ مارچ ۳۱ چې د حمل مياشتې له ۱۱مې نېټې سره سمون خوري امریکا غږ ته د ښځو غږ ‌راډیو د تړلو علت د ښځو د دغې راډیو له خوا د روژې په میاشت کې څو ځلې د موسیقۍ خپرول وښودل.

ښاغلي معزالدین وویل:”په پرله پسې ډول مونږ دوی ته ویلي وو چې د موسیقۍ خپرول حرام دي او تاسو موسیقي مه خپروئ. متاسفانه د روژې په میاشت کې دوی څو ځلې دغې خبرداري ته پاملرنه ونه کړه او موسیقي یې خپره کړه چې بالاخره تېره ورځ د نورو مشرانو سره د مشورې وروسته مو د دغې راډیو خپرونې بندې کړې.”

احمدي زیاته کړه چې اوس مهال دا راډیو په موقتي ډول تړل شوې او که چیرې د راډیو مسولین ورته ددې ضمانت وکړي چې بیا به موسیقي نه خپروي نو د راډیو د خپرونو د بیرته پیلیدو اجازه به ورکړي.

طالبانو حکومت په افغانستان کې د راډیویي خپرونو له لارې د موسیقۍ پر خپرولو بندیز لګولی دی

په بدخشان کې د ښځو غږ راډیو ترڅنګ دوولس نورې سیمه ییزې راډیوګانې هم فعالیت کوي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پر رسنیو او خبریالانو باندې د طالبانو محدودیتونه ډېر زیات شوي دي.

طالبانو نه یوازې په راډیوي خپرونو کې د موسیقۍ په خپرولو بندیز لګولی دي، بلکې په ځینو ولایتونو کې یې د رسنیو ښځینه کارکوونکې هم په رسنیو کې له کار څخه منع کړې دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د یو وروستي راپور له مخې ویل شوي چې په تېر څه باندې یو نیم کال کې په افغانستان کې ۲۱۹ چاپي، تصویري او غږیزې رسنۍ بندې شوې دي.

نور ولولئ: په افغانستان کې زیاتره راډیوګانې خپرونې بندوي

ددغه سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست له پنځلسمې دمخه په افغانستان کې ۵۴۷ فعالې رسنۍ موجودې وې چې اوس مهال یې شمیر ۳۲۸ ته راښکته شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې طالبانو د یو افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون څو تنه خبریالان نیولي او په بند کې اچولي دي.

له ښاغلي بهبودي پرته اکثره نیول شوي خبریالان بیرته خوشې شوي دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارو د شمیرنو له مخې، په تیرو نږدې ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د ۳۴۵ سیمه ییزو راډیو سټیشنونو څخه ۱۱۷ یې تړل شوي، چې ورسره په سلګونو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button