ځایی

طالبانو په بغلان کې له سیلاب ځپلو سره نغدي مرسته وکړه

طالبانو وايي، دغه زیانمنو ته یې نغدي مرسته رسولي ده او په نورو برخو کې به یې هم لاسنیوی وشي

بغلان کې پر سېلاب ځپلو وېشل شوي مرستې یو نیم مېلیون افغانۍ او ۸۰ زره ډالره وې چې د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین لخوا په قربانیانو وویشل شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د بغلان ولایت د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره یې د یو نیم مېلیون افغانیو او ۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت نغدي مرسته کړې ده.

ترسره شوي مرسته

عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغه سفر په لړ کې یې څه باندې یونیم مېلیونه افغانۍ او ۸۰ زره امریکايي ډالر د ملي پانګه‌والو او بنسټونو نغدي مرستې په اړمنو خلکو وېشلې دي.

د هغه په وینا، د دغو مرستو یوه برخه د ګذرګاه نور ولسوالۍ پر سېلاب ځپلو وېشل شوې ده.

له بل پلوه د مرستو د وېش په برخه کې خلک له طالبانو ناراضه دي.

نور ولولئ: بغلان کې وروستیو سیلابونو ۵۰ تنه مړه کړي

نور ولولئ: د وروستیو سېلابونو له امله تخار ولایت کې د ۲۰ تنو مړینه

نور ولولئ: منظور پشتین: بغلان کې وروستي سیلابونه یو ستره غمیزه ده

په غور ولایت کې سېلاب ځپلي شکایت کوي، چې طالبانو لا هم ورسره مرسته نه ده کړې.

پر مرستندویه بنسټونو د یوه غورځنګ غږ

د ښځو د شنبه‌های ارغواني غورځنګ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وړمه ورځ ادعا کړې وه، طالبانو په وروستیو کې د هغو حسابونو له لارې چې دغې ډلې رامنځته کړي له مرستندوبه بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

دغه غورځنګ وایي، دغه وړاندیز داسې مهال کېږي چې نږدې درې کاله کېږي دغه ډله د مالیې، عشر او زکات په نوم له خلکو پېسې ټولوي، ټول کورني عواید په لاس کې لري، هره اونۍ له امریکا د بشري مرستو په نوم څلوېښت مېلیونه ډالر ترلاسه کوي؛ خو لا تراوسه یې له سېلاب ځپلو سره پام وړ مرسته نه ده کړې.

خو طالبان بیا وايي، سیلاب ځپلو کورنیو ته به رسیدګي وشي او له اړتیا سره سمې مرستې به ورسره وشي.

هاخوا بیا د اوچا په چوکاټ کې سیلاب ځپلو ته د اوښتو زیانونو په تړاو ۱۴ ټیمونه کار کوي، تر څو دقیق ارقام راټول او وروسته ورسره مرستې وکړي.

سیلاب ځپلو څو ځلې اعتراض وکړ چې سیلابونو کې یې سرپناوې له منځه وړي دي، اولادونه یې په باد او باران کې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.

د یادونې وړ ده چې وروستیو سیلابونو په شمالي ولایتونو کې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button