ځایی

طالبانو په خوست کې درې کسان په درو وهلي

طالب چارواکو خبر ورکړ چې په خوست ولایت کې یې درې کسان په درو وهلي

د خوست ولایت ځايي طالب چارواکي د دې خبرې پخلی کوي او وايي چې په درې کسانو باندې د درو د وهلو حکم عملي شوی دی.

په خوست کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا حکم سه‌شنبه د غويي پر ۱۱مه د دغه ولایت په ښاري ابتداییه محکمې کې پلی شوی دی.

خوست چې د افغانستان یو جنوب‌ختیځ ولایت دی، خلک یې فعال، روښنفکره او نوښتګر دي. د طالبانو د راتګ په لومړیو کې د خوستیو ځوانانو او طالب سرتېرو تر منځ څو څو ځله د بیرغ او نورو مسایلو پر سر شخړې وشوې او اخ و ډب رامنځ ته شو.

خوست ته د طالبانو جدي پاملرنه

په خوست کې ځای ځای ځوانان او د تېر جمهوري نظام کسان په یوه او بله بهانه وړل کېږي او په زندانونو کې سختې سزا ګانې ورکول کېږي. د روانې میاشتې په جریان کې دا درېیم ځل دی، چې طالبانو د رسنیو پر وړاندې تاييد کړه، چې درې کسان یې د نا مشروع اړیکو او دوکې په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

نور ولولئ: طالب ویاند پر طالب چارواکو د امریکا بندیزونه وغندل

نور ولولئ: د بامیانو والي: بند امیر کې د ښځو لپاره پارک جوړوو

د خبرپاڼې په حواله، دا کسان په «نامشروع اړیکو او دوکۍ» تورن و چې هر یو په عام محضر کې ۳۹ دُروې وهل شوی دی.

4
4

یوازې درې نه، زندان ته هم لېږدول شوي دي

نه یوازې دا چې دغه کسان په درو وهل شوي دي، بلکې د بند سزا هم ورته اورول شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې سربېره پر دې، یو کس په دوه کاله تنفیذي بند او دوه نور هر یو په شپږ – شپږ میاشتنې بند محکوم شوي دي.

په فېسبوک کې په حاکم نظام پسې پوسټونه کول، دغه ډول پوسټونه ته کمنټونه کول یا عکس العمل ښودل، په عامو بنډارونو کې د حاکم نظام پر ضد تبلیغ یا عادي شکایت کول، د نجونو ښوونځیو ته د خلاصون کمپاین کول او ځینې نور هغه بهانې دي، چې خوستي ځوانان تر زندانونو رسولي دي او د طالبانو شکنجې یې لیدلې دي.

طالبان بیا بیا له خلکو سره د ظلم خبرې ردوي او په کلکه ټینګار کوي، چې له محکمې پرته څوک نه وهل کېږي، خو له بلې خوا په ټولنیزو رسنیو کې داسې وېډیوګانې لاس په لاس کېږي، چې د طالبانو لخوا د عامو خلکو وهل ډبول ثابتوي.

د روانې میاشتې په اوږدو کې دا درېیم وار دی چې په دغه ولایت کې پر تورنو د دُرو حکم پلی کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button