کورني خبرونه

طالبانو په غزني کې د ازادۍ راډيو خبریال نیولی

طالبانو په غزني کې د ازادۍ راډیو خبریال اسلام ته د سپکاوي په تور نیولی دی

له دې وړاندې طالبانو د بېلابېلو رسنیو کارکوونکي نیولي او زندانونو ته یې اچولي دي.

که څه هم تر اوسه پورې په رسمي ډول طالبانو نه دي ويلي چې غزني کې د ازادۍ رادیو خبریال حبیب الرحمان تاثیر دوی نیولی خو د دغې ډلې د اسختباراتو اړوند رسنۍ وايي چې دغه خبریال طالب وسله والو «اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په تور نیولی.»

تېره ورځ چهار شنبه رسنیو خبر ورکړی چې طالبانو حبیب الرحمان تاثیر ۱۲ ورځې وړاندې په غزني کې نیولی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز غوښتنه

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم له طالبانو غوښتي چې د ازادي راډیو خبریال دې پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.

afghan
د ازادۍ رادیو خبریال حبیب الرحمان تاثیر

دغه مرکز په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې ښاغلی تاثیر د وري په ۱۸مه، په غزني کې نیولی او بندي کړی دی.

د طالبانو د استخباراتو اړوند د هندوکش په نوم یوې ویب پاڼې پرون په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې حبیب الرحمان تاثیر یې «اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په تور نیولی او پوښتنې ګرویږنې ترې روانې دي.»

نور ولولئ: د خبریالانو د نیولو دوام؛ طالبانو تازه د پژواک خبري اژانس خبریال نیولی

نور ولولئ: د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ: په ۲۰۰ کې ۴۵ سلنه خبریالانې وزګارې دي

د طالبانو دغې رسنۍ ادعا کړې چې د دغه خبریال اړوند یو غږیز کليپ یې ترلاسه چې نوموړی، «ملا، جومات او لمونځ کوونکو ته سپکې سپورې وايي.»

 

دغه رسنۍ په خپل راپور کې وايي، چې د حبیب الرحمان تاثیر نیول کېدل د ده له خبریالۍ سره تړاو نه لري.

د یاد خبریال د نیول کېدو ۱۲ ورځې کېږي

دا لا نه ده معلومه چې د ازادۍ راډیو دغه خبریال ولې نیول شوی خو د هغه کورنۍ وايي چې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې له طالبانو سره په زندان کې دی او د نیول کېدو د لامل په اړه یې نه پوهیږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۹مه) په خپله خبرپاڼه کې د دغه خبریال نیول کېدل غندلي دي.

دغه مرکز د سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو د استخباراتو کارکونکو د ښاغلي تاثیر د نیولو پر مهال د هغه ټیلیفون په ګډون د هغه ټول توکي ضبط کړي دي.

دغه مرکز په غزني کې د یوې ځايي سرچینې له خولې لیکلي، چې ښاغلی تاثیر درې ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتي برخې زندان ته لېږدول شوی او دوسیه یې د دغې ډلې محکمې ته استول شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button