سیمه ییز خبرونه
طالبانو په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره لیدلي
طالبانو له ایراني لوري سره د اړیکو پر پالنې او پراختیا خبرې وکړې
اړوند مطلب:
د ایران ولسمشر: له افغانستانه د اوبو د حق د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوو
په کابل کې د ایران نوي سفير عليرضا بیکدلي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره لیدنه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران نوي سفیر ته طالبانو ډاډ ورکړ، چې د هغه د ماموریت په لړ کې به د افغانستان او ايران سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکې نورې هم پیاوړې او پراخه شي.
دغه راز عباس ستانکزي په ایران کې د افغان مهاجرینو پر ستونزو د خبرو پرمهال هیله څرگنده کړه، چې ایران ته د افغانانو د تګ راتګ او هلته د مهاجرینو د ستونزو د حل په لړ کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې په ایران کې افغان کډوال له سخت او بد حالت سره مخ دي.