سیمه‌ییز

طالبانو پکتیا ولایت کې دوه تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي

د پکتیا امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په «زرمت» ولسوالي کې د نشه‌يي توکو دوه قاچاق‌وړونکي نیولي دي.

د پکتيا امنيه قومندانۍ وياند «منيب ځدراڼ» نن(دوشنبه، د اپرېل ۱۴مه) رسنیو سره په خبره کې ويلي، د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کې دوه تنه د نشه‌يي توکو د لېږد په تړاو نيول شوي دي.

ځدراڼ زياتوي، له نيول شويو کسانو سره يو ميل کلاشينکوف يوه اندازه ترياک، شيشه او چرس هم ترلاسه شوي دي.

د پکتـيا امنيه قومنداني څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه‌يي توکو پرضد منسوبينو په دغه ولسـوالي کې د یو کشفي راپور پربنـسټ دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق په تور نیولي.

باید وویل شي چې درې ورځې وړاندې هم د امنيه قومنداني له لوري د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۵۰۳ کيلو ګرامه خام چرس نیول شوي وو.

د ا.ا امنیتي ځواکونو تل ادعا کړې چې په ټول هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه کوي.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د لېږد په تړاو یو زیات شمېر کسان نیول شوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button