طالبانو کابل کې اته ښځینه فعالانې نیولې دي
تېره شپه طالبانو کابل ۸ ښځینه فعالانې نیولې او بیا یې په ضمانت خوشي کړې
د افغانستان ‘د ښځو یووالي او پېوستون په نامه غورځنګ’ ادعا کړې چې طالبانو تېر ماښام کابل کې د دوی اته غړې نیولې او د ضمانت له اخیستلو وروسته یې بېرته خوشې کړې دي.
د دغه غورځنګ مشرې بيبيسي ته ویلي، چې دا ښځې له یوه کوره نیول شوې او وروسته له هغې بېرته پرېښودل شوې، چې طالبانو یې د کورنیو له مشرانو په احتجاجي پروګرامونو کې د دوی د نه ګډون ژمنه واخیسته.
طالبان پر داسې خپل سریو نیونو تل چوپ وي
خو د طالبانو حکومت تر اوسه د خپلو امنیتي ادارو له لوري د دغو ښځو د نیول کېدو او بېرته خوشې کېدو پخلی نه دی کړی.
نور ولولئ:په افغانستان کې ۱۰۰۰ ښځې بندیانې دي
په کابل کې د افغانستان د ښځو د اتحاد او همبستګۍ په نامه غورځنګ لخوا تېره شپه د دغو ښځو د نیول کېدو له ادعا سره هممهاله پر خواله رسنیو د دوی د ادعا شوې نیول کېدو د شېبې یوه ویډیوهم خپره او ډېره لاس په لاس شوه.
په ویډیو کې لیدل کېږي چې وسله وال کسان ظاهرآ یوه انګړ ته چې دغه ښځې پکې راټولې دي ننوځي او دغه ښځې له ځان سره پر بیولو ګواښي.
د ټولو موازینو خلاف د شپې کورته ورغلي
د دې ویډیو د بکګرونډ په ښځینه غږ کې اورېدل کېږي چې ورغلو وسله والو سړیو ته وایي په دغه کور کې مېلمنې دي.
تر اوسه په خپلواک ډول د دې ویډیو او ادعا شوې نیونې د صحنې تایید نه دی شوی.
خو د افغانستان د ښځو یووالي او پېوستون په نامه د اعتراضي غورځنګ مسوولانو ویلي، چې دغه ښځې په یوه سرپټي ځای کې د ښځو پر کار او زدکړو د بندیز پر ضد د یوه اعتراض د پلانولو په هدف راټولې شوې وې او وروسته یې د راټولېدو ځای د طالب وسله والو لخوا کلابند شو.
نور ولولئ:د اګست ۱۵ د طالبانو د بیا واکمنېدو ورځ؛ معترضې ښځې خپل حقوق غواړي
دغه غورځنګ د شپې ناوخته بېرته د دغو ښخو د خوشې کېدو خبر خپور کړ.
د دغه غورځنګ بنسټګرې زهرا حقپرست له بيبيسي سره خبرو کې ادعا کړې چې د دغو ښځو د کورنیو له مشرانو او سرپرستانو ژمنه اخیستل شوې چې دوی به تر دې وروسته هېڅ ډول او د نظام ضد فعالیت نه کوي.